د شمالي کوريا مشر له پوځ د بري ډاډ غوښتی

د انځور حقوق AFP
Image caption امريکا وايي له سوېلي کوریا سره اوږه په اوږه ولاړه ده

راپورونه وايي، چې د شمالي کوریا مشر کیم جونګ اون د خپل هېواد له پوځ غوښتي، چې له متحد ایالتونو سره د هر ډول مخامخ کېدو په صورت کې د خپلې بري ډاډ ورکړي.

د کيم جونګ اوون دغه غوښتنه د پوځي مشرتابه په یوه غونډه کې مطرح شوه.

دغه غوښتنه جنوبي کوريا ته د ولسمشر بارک اوباما له سفره یوه ورځ وروسته کېږي. اوباما د خپل سفر پر مهال شمالي کوریا یو رټل شوی هېواد وباله، چې وايي په نړیواله کچه د نور ګوښي توب لور ته درومي.

ښاغلی اون په وروستیو ورځو کې یو شمېر پوځي ادارو ته تللی، چې له کبله یې یوې بلې اتومي ازموینې ته د دغه هېواد د چمتو کېدو په اړه اندېښنې رامنځ ته کړې دي.

د امریکا ولسمشر بارک اوباما وايي امریکا له سوېلي کوریا سره اوږه په اوږه ولاړه ده.

ولسمشر اوباما چې اسیا ته د خپل سفر په ترڅ کې له جاپان نه سوېلي کوریا ته رسیدلی دی دغه څرګندوې د سوېلي کوریا له ولسمشرې پارک جیون هې سره له خبرو وروسته وکړې.

سوېلي کوریا ته تر تګ دمخه ولسمشر اوباما د شمالي کوریا ستونزه ټولې اسیاپسفیک سیمې ته یو بي ثباته کوونکی او خطرناک حالت وباله.

ښاغلی اوباما په سوېلي کوریا له دیره امریکايي ځواکونو سره تر لېدنې وروسته تېره ورځ ماليزيا ته ولاړ.

ولسمشر اوباما د مالیزیا له لومړي وزیر نجیب رزاق سره د ارام سمندر هېوادونو تر منځ د هغه وړاندیز شوي سوداګریز تړون په باب خبرې کوي، چې سیمه کې به د چین زیاتېدونکي اقتصادي نفوذ مخه ونیسي.

دواړه مشران د استخباراتي معلوماتو په شریکولو او امنیتي همکارۍ هم خبرې کوي.

دا نژدې پنځوس کاله وروسته دغه سویل ختیځ اسیايي هېواد ته د یوه امریکايي برحال ولسمشر لومړنی سفر دی.

د مالیزیا پخواني مشر مهاتیر محمد د واکمنۍ پای ته رسېدو وروسته د امریکا او مالیزیا اړیکي په ښه کېدو شول.

ورته مطالب