د محمد مرسي ۱۱ پلویان د بند په سزا محکوم شول

د انځور حقوق Reuters
Image caption له دې ۱۱ کسانو نه ځیني یې تېر کال د محمد مرسي د حکومت د نسکورولو پرمهال په مظاهرو کې نیول شوي وو.

په مصر کې یوې محکمې له واکه د لری کړای شوي پخواني ولسمشر محمد مرسي ۱۱ تنو پلویانو ته په بلواګانو کې د لاس لرلو له امله له پنځو نیولې تر ۸۸ کلونو پورې بند سزا ورکړې ده.

له دې ۱۱ کسانو نه ځیني یې تېر کال د محمد مرسي د حکومت د نسکورولو پرمهال په مظاهرو کې نیول شوي وو.

د تېر مارچ په میاشت کې په همدې محکمې کې د ښاغلي مرسي ۵۰۰ تنه پلویان د مرګ په سزا محکوم شول.

دې ۱۱ کسانو ته د هغو اقداماتو په ترڅ کې سزا ورکړل شوې چې د مصر اوسنی حکومت یې چې د پوځ له خوا یې ملاتړ کېږي د اخوان المسلمین ګوند پرضد کوي.

له ډلې ۵ تنو ته د هغو په غیاب کې سزا ورکړل شوه.

پر دغو کسانو تور دی چې د محمد مرسي په پلوي یې په خونړیو مظاهرو کې لاس درلود.

د یادولو وړ ده چې د پوځ له خوا د دغو مظاهرو د مخنیوي په عملیاتو کې په سلګونه کسان ووژل شول او زرګونه نور ټپیان شول.

دغه راز حکومت وايي په ورته وخت کې اورپکو نژدي ۵۰۰ کسان چې اکثره یې پولیس او پوځیان وو وژلي دي.

د شنبې په ورځ (اپریل ۲۷مه) محکوم شوي کسان کولای شي چې د استناف غوښتنه وکړي.

محمد مرسي تېرکال د جولای په میاشت کې له پراخو مظاهرو وروسته له واکه لري کړای شو.

نوموړي هم د بېلا بېلو تورونو له امله له محاکمې سره مخامخ دی.

له هغه مهال راهیسې د اخوان المسلمین ګوند او نورو فعالانو پرضد چې د حکومت پرضد فعالیتونه کوي ډېر اقدامات ترسره شوي دي.

مصر کې اخوان المسلمین ترهګره ډله بلل شوې او که په عام محضر کې څوک د دې ګوند په پلوي فعالیت کوي جزا ورکول کېږي.

ورته مطالب