سعودي کې یوې مکروبي ناروغۍ ۹۴ کسان وژلي

د انځور حقوق AFP
Image caption د سعودي چارواکي وايي د دې ناروغۍ له خپرېدو راهیسې تراوسه ۳۱۳ کسان پرې اخته شوي دي.

په سعودي عربستان کې د میرس په نامه مکروبي ناورغۍ پنځه نور کسان هم وژلي چې له دې سره د دې ناورغۍ له امله د وژل شویو کسانو شمېر ۹۴ ته پورته شو.

دغه راز په مصر کې هم د دې ناروغۍ لومړنۍ پېښه ثبت شوې او ویل شوي چې یو ۲۷ کلن سړی پرې اخته و چې په دې وروستیو کې له سعودي عربستانه مصر ته تللی و.

د سعودي چارواکي وايي د میرس مکروبي ناروغۍ ۱۴ نوې پېښې ثبت شوي دي.

په سعودي عربستان کې دغه ناورغي له یو نیم کال راهیسې خپره شوې او چارواکي وايي چې تراوسه پرې ۳۱۳ کسان اخته شوي دي.

د میرس ناروغۍ نښې تبه، د سږو سوزځېدل او د بډوډو له کاره وتل دي.

د سعودي د حکومت له خوا په یوې اعلامیه کې ویل شوي چې د دې ناروغۍ له امله په وژل شویو کسانو کې پنځه د سعودي عربستان خپل اتباع، دوه فلسطینیان او یوه بنګله دېشۍ ښځه شامله ده.

دغه راز په مصر کې د روغتیا وزارت چارواکو ویلي دوی د یو سړي درملنه کړې چې په میرس ناورغۍ اخته و او له ډېر مودې راهیسې په سعودي عربستان کې اوسېږي.

چارواکي وايي چې د دغه سړي درملنه د قاهرې په روغتون کې شوې او اوس یې روغتیايي حالت ښه دی.

د تېرې دوشنبې په ورځ په داسې حال کې چې د دې ناروغۍ له امله د وژل شویو کسانو شمېر مخ په ډېرېدو و د سعودي عربستان د روغتیا وزیر له دندې ګوښه کړای شو.

د هغه د ګوښه کولو په اړه جزییات نه دي ورکړل شوي.

د جمعې په ورځ په جینوا کې د روغتیا د نړیوال سازمان یوه ویاند وویل چې دا سازمان په سعودي کې د میرس ناروغۍ د مخ په زیاتېدونکو پېښو په اړه اندېښمن دی.

ورته مطالب