سوله ساتو ځواکونو ۱۲۰۰ مسلمانان بدرګه کړي

د انځور حقوق AFP
Image caption د مسلمانانو له وتلو سره سم، دغه سيمه ټوله ولوټل شوه او په کې ولاړ جومات ويجاړ کړى شو

فرانسوي او افريقايي سوله ساتو پوځيانو څه باندې ١٢٠٠ مسلمانان د مرکزي افريقا جمهوريت له پلازمېنې بنگوي نه د وتلو پر مهال بدرگه کړي دي.

جيمز رېډ په خپل راپور کې کاږي، دا په دغه ښار کې چې فرقه يي تاوتريخوالي سخت ځپلى، وروستي پاتې مسلمانان وو چې وځي.

له بنگوي نه د مسلمانانو د يو ځايي وتلو چاره اوس بشپړه شوې ده.

دا وروستۍ ډله چې په وسلو ښو سمبالو عسکرو يې ساتنه کوله، په منډه لاريو ته پورته شوه چې له هغو سيمو نه پښې وباسي چې دا څو مياشتې په کې د مسيحي ملېشو له خوا کلابندې وې.

د دوى له وتلو سره سم، دغه سيمه ټوله ولوټل شوه او په کې ولاړ جومات ويجاړ کړى شو.

بنگوي يو مهال تر ۳۰ پورې جوماتونه درلودل او مسلمانان په کې له مسيحيانو سره چې د وگړو ډېری جوړوي، په ورورگلوۍ او سوله کې اوسېدل. خو اړيکي هغه مهال ويجاړ شول چې يوې عمدتآ مسلمانې ملېشې يو کال د مخه واک تر گوتو کړ او چې بېرته يې وبايله نو ورسره سم د غچ اخيستنې بريدونه پيل شول.

د مرکزي افريقا په ټول جمهوريت کې سلگونه زره وگړي له خپلو مېنو تېښتې ته اړ شوي چې له هغه تاوتريخوالي نه سرونه خوندي کړي چې د ټولوژنې بڼه يې درلوده.

ورته مطالب