"سوریه کې لا هم کیمیاوي وسلې شته"

د انځور حقوق AP
Image caption تېر کال سلګونه وګړي د دمشق په څنډو کې د سیرن ګاز په یوه برید کې ووژل شول

سوريې کې د کیمیاوي وسلو له منځه وړلو سازمان کاري ډلې مشره وايي، دغه هېواد کې لاهم کیمیاوي وسلې شته. دا وايي د دغه هېواد له ۱۳۰۰ ټنه کمیاوي وسلو زېرمو نه ۷،۵ سلنه یې یوازې په یوه ځای کې لا هم موجودې دي. استازې سګرد کاګ دا خبره په داسې حال کې کوي چې د سوریې حکومت ته د اپریل تر ۲۷ مې وخت ورکړل شوی و، چې خپلې ټولې کیمیاوي وسلې به له هېواده بهر ته لېږدوي، خو پکې دغه حکومت پاتې راغی. د سوریې ټولو کیمیايي وسلو له منځه وړلو بهیر باید د جون تر ۳۰ بشپړ شي. تېر کال سلګونه وګړي د دمشق په څنډو کې د سیرن ګاز په یوه برید کې ووژل شول چې له هغه وروسته د امریکا او روسیې د یوې ګډې هوکړې پر بنسټ د سوريې کیمیاوي وسلو له منځه وړل پیل شوي دي. د دې چارې لپاره د څو هېوادونو په ګډون یو ګډ کمېسیون جوړ شو چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا او د کیمیاوي وسلو منع کولو سازمان او پي سي ډبلیو تر څارنې لاندې کار کوي. که څه هم د وسلو له منځه وړلو وروستۍ نېټه د جون ۳۰مه ده، خو سوریې د اپریل تر۲۷مې د ټولو وسلو د لېږدلو اعلان کړی. د او پي سي ډبلیو مشرې سګرد کاګ په وینا،، د دې لپاره وايي،اړینه ده چې پاتې وسلې هم ولېږدولې شي. له بي بي سي سره خبرو کې هغې وویل، چې د ملګرو ملتونو تازه رپورټونه هم د اندېښنې وړ دي، چې پکې ویل شوي، د سوري ځواکونو په دا وروستیو کې کلورین ګاز د وسلې په توګه کارولي. د کلورین ګاز له منځه وړل په دغه هوکړه کې شامل نه دي او همدغه هوکړه، پر سوریې د امریکې پوځي برید د ځنډیدلو مهم لامل بلل کېږي. سوريې دا تور رد کړی، چې ګواکې دوی کلورین ګاز د وسلې په ډول کارولی. د اوپي سي ډبلیو چارواکو په خبره د سوریې کیمیاوي وسلو اجزا ګوښي کېښودل کېږي او هغه مهال ورنه خطرناکه وسله جوړیدای شي، چې دغه محلول شي یا د محلول په بڼه یو ځای شي. د سګرد کاګ په وینا، د دې عمل ترسره کولو لپاره ټول اړین الات له منځه وړل شوی دي.