م. م نه دي توانيدلي سوري وګړو ته مرستې ورسوي

د انځور حقوق Reuters
Image caption د سوريې نهه میلیونه او ۳۰۰ زره وګړي بشري مرستو ته سملاسي اړتیا لري

د ملګرو ملتونو سازمان په سوریه کې جګړې ځپلو ته د مرستو په نه رسولو تورن شوی دی.

برتانیا چاپ ګاردین ورځپاڼې نن (سه شنبه، ۲۹ اپريل) د بېلابېلو هیوادونو د مخکښو حقوق پوهانود لیک هغه متن خپور کړ چې په کې راغلي ملګرو ملتونو د سوریې له خلکو سره د بشري مرستو رسولو په اړه په خپلو واکونو کې له اړتيا پرته احتياط کړی.

دا لیک چې د ۳۵ حقوق پوهانو او کارپوهانو په لاسلیک خپور شوی په کې راغلي چې نړیوال مرسته کوونکي بنسټونه له اړینو حقوقي واکونو برخمن دي او کولای شي هغه محدودیتونه چې د سوریې د حکومت له خوا د اړمنو خلکو د بشري مرستو پر وړاندې شته له پامه وغورځوي او عملآ کار وکړي.

لاسلیک کوونکي وايي، د سوريې نهه میلیونه او ۳۰۰ زره وګړي بشري مرستو ته سملاسي اړتیا لري او ۳۰ میلیونه کسان په داسې ځایونو کې ژوند کوي چې تر هغو رسیدل ستونزمن کار دی.

پر همدې مهال ملګرو ملتونو او اړونده مرستندويه بنسټونو ویلي، سلګونه زره کسانو ته مرسته رسول یوازې د دې هیواد د ګاونډیو هیوادونو له لارې ممکنه ده.

دا په داسې حال کې ده چې د سوریې دولت د امنیت شورا غوښتنه له پامه غورځولې او د پولو له هاخوا يې د مرستو مخه نیولې ده. د حقوق پوهانو په اند د سوري حکومت او د مخالفانو له خوا د نړیوالو بشري قوانینو له اصولو سرغړونه د میلیونو کسانو د کړولو لامل شوی دی.

ورته مطالب