کينيا: يو نارينه له ډېرو ښځو سره واده کولای شي

Image caption د پارلمان غړې وايي د ولسمشر له خوا د دې قانون لاسلیکولو ناهیلې کړې دي

د کینیا ولسمشر وهورو کنیتا یو نوی قانون لاسلیک کړی چې له مخې یې نارینه کولای شي چې له هرڅومره ښځو سره وغواړي، واده وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې د ښځو د حقونو ډلې او عیسوي مشران پر دې قانون سخته نیوکه کوي.

دا قانون تېره میاشت د پارلمان خوا تصویب شو چې د ډېرو ودونو دود قانوني شي.

کله چې په پارلمان کې دغه قانون تصوبېده نو د پارلمان ښځینه غړې په احتجاجي توګه له پارلمان نه ووتلې.

دا چې اوس ولسمشر دا قانون لاسلیک کړی دی د پارلمان ښځینه غړې وايي چې دا کینیا ته یوه توره ورځ وه.

دوی وايي موږ په یویشتمې پیړې کې ژوند کوو او دا دود د اتلمسې پیړۍ دی چې نارینه دې له ډېرو ښځو سره واده وکړي.

دوی وايي د ولسمشر له خوا د دې قانون لاسلیکولو ناهیلې کړې دي.

د نړۍ په ډېری هېوادونو په ځانګړي ډول په اروپايي او امريکايي هېوادونو کې د قانون پر بنسټ يو کس نه شي کولای په يو وخت له ېوې ډېرې ښځې وکړي.

ورته مطالب