تر قتل ۴۰ کاله وروسته تورن سیاستوال ونیول شو

د انځور حقوق Reuters
Image caption د شین فین جمهوري غوښتونکي حزب رهبر جري ادمز، د تورنو کسانو په ډ‌له کې راغلی

د ایرلنډ یو مخکښ سیاستوال څه باندې څلوېښت کاله مخکې د یوه سیاسي قتل په تور نیول شوی دی.

د پنجشنبې ورځ د (غويي ۱۱) په خپاره شوي رپورټ کې راغلي چې د شین فین جمهوري غوښتونکي حزب رهبر جري ادمز، د جمهوري ایرلند پارلمان وکیل، د برتانیا د پارلمان پخوانی وکیل او د شمالي ایرلند سیمه ییزې شورا په ۱۹۷۲ کال کې د جین مک کانویل په وژلو کې د لاس لرلو په تور په زندان کې اچول شوی.

د دې رپورټ په بنسټ ښاغلی ادمز د شمالي ایرلند د انتریم په ولایت کې تېر ماښام پخپله د پولیسو پوستې ته ولاړ او شپه یې په بند کې تېره کړه.

هغه مخکې له دې چې دغه پوستې ته لاړ شي دا تور يې رد کړی و.

مخکې د برتانیا پولیسو په شمالي ایرلند کې د دغې ښځې د قتل په اړه د څېړنو خبر ورکړی و، او د شین فین حزب ویلي، چې د دغو څېړنو پیل او د دغه حزب په مشر دغه تورونه په اوس مهال کې سیاسي انګیزه لري.

میرمن مک کانویل په ۱۹۲۷ کال کې تري تمه شوه، په هغه وخت کې د ایرلنډ جمهوري غوښتونکي ځواک، آی آر آی، په وسله واله او سخت دریځه مبارزه کې ښکېل و چې پر شمالي ایرلند د برتانیا حکومت د واک ختمولو او له جمهوري ایرلند سره د یوځای کېدو په موخه دا مبارزه په مخ وړل کېده.

د انځور حقوق Getty
Image caption ورسته له هغه چې د جین مک کانویل مړی یې پیدا کړ خپل اصلي ټاټوبي ته يي ولیږداوه

جین مک کانویل کونډه وه او لس ماشومان یې درلودل، په کال ۱۹۷۲ کې د ایرلند د جمهوري غوښتونکو موقت ځواک له خوا په شمالي ایرلند کې وتښتول شوه، او مړی يې په ۲۰۰۳ کال په جنوبي ایرلند کې د سند ترغاړې پیدا شو.

ویل کیږي چې د ایرلند جمهوري غوښتونکي په دې عقیده وو چې مېرمن مک کانویل د برتانیا ځواک ته چې په هغه مهال کې د شمالي ایرلند امنیتي مسوولیت یې پر غاړه درلود، جاسوسي کوله، په داسې حال کې چې د دې میرمنې خپلوان د دې اړیکې له برتانیايي ځواک سره د یوه ټپي شوي برتانوي سرتېري په اړه وه.

د دغه جسد په تړاو ترسره شوې څېړنې ښيي چې دا مېرمن لومړی شکنجه شوې او بیا په ډزو ویشتل شوې ده.