اوکرایین کې مخالفینو دوې چورلکې غورځولې دي

د انځور حقوق ukraine interior ministry
Image caption حکومت وایي یو پيلوټ او د عملې کارکوونکی وژل شوی.

د اوکرایین ختیځ د سلاویانسک ښار کې حکومت مخالفینو دوې چورلکې ویشتلې دي.

په الوتکو کې دوه تنه وژل شوي او حکومتي ځواکونو عملیات پیل کړي دي.

کیف وایي د ترهګرۍ ضد عملیاتو په لړ کې یې د پوځ دوې چورلکې ویشتل شوې دي.

حکومت وایي یو پيلوټ او د عملې کارکوونکی وژل شوی.

په عملیاتو کې نهه تنه مشکوک کسان نیول شوي او د مخالفینو نهه امنیتي پوستې هم نیول شوې.

خو د سلاویانسک په امنیتي پوستو کې حکومت مخالفینو بي بي سي ته ویلي دوی لا هم د سیمې کنترول په خپل لاس کې لري.

روسیه وایي د خپلو خلکو پر ضد د اوکرایین له خوا د وسلې کارونه مسله د ناورین لور ته بیايي.

اوکرایین په تېزۍ سره بې ثباته کېږي. تاوتریخوالی شاو خوا دوولسو ښارونو ته غځېدلی.

په کییف کې مرکزي حکومت اوس دا مني چې په خیتځ کې بغاوت نور نشي کنترولولی. د مرکزي حکومت د هڅو په دوام، پوځ نن سهار (د مۍ دویمه) د سلاویانسک په ښار کې د ترهګرو ضد عملیات پیل کړل.

خو لږه شېبه وروسته کییف اعلان وکړ چې روسي پلوه بیلتون پالو د پوځ دوه چورلکې ویشلې دي.

پوځ وویل چې په دې پېښه کې پيلوټ او یو بل افسر ووژل شول، خو د باغیانو نهه پوستې ونیول شوې. خو په سلاویانسک کې بېلتون پالو بي بی سي ته وویل چې دوی لا هم پر سیمه واکمن دي.

یو بل پیلوټ ژوندی پاتې دی او ویل کېږي چې په سلاویانسک کې بېلتون پالو ورسره مرسته کړې ده.

د انځور حقوق Reuters
Image caption روسیې ویلي د اوکرایین کړنو د کړکېچ د ختمولو وروستۍ هیلې هم له منځه وړې دي.

په سلاویانسک کې چوپتیا ده، خو خلک وارخطا دي. خلک د هر ډول حالت لپاره چمتووالی نیسي. پوستې جوړوي او سړکونه بندوي.

حکومت مخالفین وایي که د ښار په څنډو کې دوی زموږ له پوستو راتېر هم شي نو موږ دلته په داخل کې ورته نور خنډونه جوړوو.

په همدې مهال په دې لوبه کې یو بل مهم لوري خپل غږ پورته کړی دی.

روسیې ویلي د اوکرایین کړنو د کړکېچ د ختمولو وروستۍ هیلې هم له منځه وړې دي.

نو ایا دا کړکېچ اوس ختمېدلی شي؟

د اوکرایین منځمهالی ولسمشر اولېکساندر تورچینوف وایي هېواد یې په پوځي توګه چمتو دی، ځکه ښایي روسیه یې د قبضه کولو هڅه وکړي.

خو دی هم مني چې لومړی باید دا بغاوت پای ته ورسوي.

ورته مطالب