د هند اسام ایالت کې یاغیانو ۲۲ مسلمانان وژلي

Image caption په اسام ایالت کې د تېر اپریل پر ۲۴ رای اچونه پای ته ورسېده.

هندي پولیس وايي، د شمال ختیځ اسام ایالت کې بېلتون غوښتونکو یاغیانو لږترلږه لس کلیوال مسلمانان وژلي دي.

په دې سره په تېرو دوو ورځو کې د وژل شویو مسلمانانو شمېر ۲۲ ته رسېدلی دی.

فرانس پرېس خبري اژانس د پولیسو د یوه چارواکي ایس ان سینګ له قوله ویلي چې "۱۰ په وسلو سمبالو کسانو په خلکو کې د نفاق خپرولو په موخه ۲۰ کورونو ته اور اچولی، او لږترلږه ۱۲ کسان یې وژلي دي".

راپورونه وايي، چې په وژل شویو کې شپږ مېرمنې او درې ماشومان دي.

تر برید وروسته، چارواکو ګرځبندیز ولګاوه، او هلته یې امنیت ټینګ کړ، خو کلیوال وايي چې دا امنیت ټینګول تر ورخه د تېرو شویو اوبو په شان دی.

د ایالت یوه مفتش ال ار بیشنوي اسوشېټېډ پرېس خبري اژانس ته ویلي، چې وسله وال د (بودو) قوم و، چې د بودو سیمې ډ ملي دیموکراتیکې جبهې یاغیان دي.

د بودو یاغیان د خپلې خاورې د خپلواکۍ اخیستو په پلمه جګړه کوي.

که څه هم دغه قوم له ګاونډي بنګله دېش څخه هلته تللی، خو له مسلمانانو سره په ناقانونه توګه کله ناکله په جګړو کېوځي.

خو مسلمانان وايي، دوی له ډېرو پېړیو راهیسې په اسام ایالت کې مېشت دي.

دا برید داسې مهال شوی، چې په هند کې له تېرو شپږو اوونیو راهیسې روانو پارلماني ټاکنو ته ټینګ امنیت نیول شوی.

په اسام ایالت کې د تېر اپریل پر ۲۴ رای اچونه پای ته ورسېده. خو د دغه ایالت اوسېدونکي وايي چې د بودو د قوم او یوه بل کاندید ترمنځ د ټاکنو پر سر ترینګلتیا ډېره شوې ده.

د اسام ایالت یوه استخباراتي افسر ویلي "ښکاري چې بودو په لوی لاس مسلمانان د بودو د کاندید ملاتړ ته اړباسي".

د څارونکو په وینا، دا له تېرو دوو کلونو راهیسې د دواړو غاړو له لوري تر ټولو لویه خونړۍ پېښه ده.

په ۲۰۱۲ کال، د مسلمانانو او بودو قوم د افرادو ترمنځ شخړو څو اونۍ دوام وکړ، چې د لسګونو کسانو ژوند یې واخیست.

د انځور حقوق Reuters
Image caption د اسام ایالت یوه استخباراتي افسر ویلي "ښکاري چې بودو په لوی لاس مسلمانان د بودو د کاندید ملاتړ ته اړباسي".
د انځور حقوق AP
Image caption پولیس وايي ۱۰ یاغیانو ۲۰ کورونه سوځولی او ۱۲ کسان یې وژلي دي.
د انځور حقوق Reuters
Image caption په وژل شویو او ټپیانو کې ښځې او ماشومان هم دي.

ورته مطالب