هند: اورلوبو کارځای کې اور لګېدنې ۱۵ کسان وژلي

Image caption د هند اورلوبو ډېری کارځایونو کې د خوندیتوب تدبیرونه د ډاډ وړ نه دي.

د هندوستان مرکزي مدهیه پردېش ایالت کې د اورلوبو یوه کارځای کې د اور لګېدو له کبله ۱۵ کسان وژل شوي دي.

د وژل شویو کسانو شمېر ډېرېدو په باب اندېښنه څرګنده شوې ده.

وژل شویو کسانو کې یو ماشوم او ۱۲ مېرمنې شامل دي.

پېښه کې یو شمېر کسان ټپیان شوي هم دي، چې وايي، روغتون ته لېږدول شوي دي.

د دريو ټپیانو روغتیايي حالت د اندېښنې وړ بلل شوی.

د ځايي پولیسو مشر، وي کومار په خبره:

' تر اوسه پېښه کې د وژل شویو کسانو شمېر ۱۵ تنو ته رسېدلی، چې ۱۲ پکې مېرمنې دي. '

د عیني شاهدانو په وینا، د شنبې په ورځ کارځای کې د معمول چارې روانې وې، چې پکې اور ولګېد.

د اور لګېدو پر مهال کارځای کې له شلو ډېر کسان په کار بوخت وو.

پولیس چارواکو د وژل شویو کسانو شمېر ډېرېدو وېره څرګنده کړې.

د هندوستان د اور لوبو په ډېری کارځایونو کې د خوندیتوب تدبیرونه د ډاډ وړ نه دي.

که څه هم ویل شوي، چې کارځای کې اور هغه مهال ولګېد، چې یوه مزدور د سګرېټ اور په باروتو کې وغورځاوه، خو تر اوسه په رسمي توګه د اورلګېدو سبب نه دی په ډاګه شوی.

رپوټونو کې ویل شوي، چې د اورلګېدو پر مهال د اور وژنې وسایل موجود نه وو، خو وايي وروسته د اطفایې شپږ ګاډي د پېښې ځای ته ورسېدل، چې د اور لمبو دومره زور اخیستی و، چې کابو کولو یې نژدې دوه ساعته وخت ونیو.

د پېښې په سیمه کې د اور لوبو درې کارځایونه فعال دي او له دې مخکې هم دغو کارځایونو کې د اورلګېدو پېښې رامنځته شوې دي.

ورته مطالب