جاپان کې ماشومان لږ او سپین ږيري ډېر دي

د انځور حقوق AFP
Image caption د جاپان ټول نفوس ۱۲۷ میلیونه کسان دي.

د جاپان کورنیو چارو وزارت په وینا د تېر کال پر تله سږ کال د دغه هېواد په نفوس کې دوه لکه څلور اتیا زره کسانو لږوالی راغلی.

د نفوسو نوی شمېرې ښيي، چې د جاپان نفوس کې له ۶۵ کلنۍ د زیات عمر کسانو برخه ۲۵ اعشاریه شپږ سلنې ته رسېدلې.

خو له ۱۴ کلنۍ د کم عمره کسانو سلنه د پخوا پرتله ۱۳ ته ټيټه شوې ده.

د جاپان ټول نفوس ۱۲۷ میلیونه کسان دي.

د ۳۰ میلیونه جاپانیانو عمرونه له ۶۵ کلونو زیات دي، چې په دې توګه د ټول نفوس پنځه ویشت اعشاریه شپږ سلنه کېږي.

دغه راز له څوارلس کلني د ټيټ عمره جاپانیانو شمېر ۱۶ میلیونو کسانو ته رسيږي، چې د تېر کال پرتله یو لک شپیته زره کم دي.

د نفوسو د نوي شمېر له مخې جاپان کې د سپین ږیرو وګړو شمېر د نړۍ د بل هر هېواد پر تله ډېر دی.

د اټکلونو له مخې که جاپان کې د نفوس اوسنی انډول پر ځای پاتې شي تر ۲۰۶۰ پورې به جاپان کې تر ۶۵ کلنۍ د زیات عمر کسانو شمېر د ټول نفوس ۴۰ سلنې ته ورسېږي.

ورته مطالب