"سري لانکا کې کبان ورېدلي"

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption کلیوال وايي "کب اوروونکی باران" د تېرې دوشنبې په ورځ وشو.

د سري لانکا په لوېديځ کې کلیوال هغه مهال خوشاله شول، چې له اسمانه یې پر کلي کوچني کبان راوورېدل.

دغه کبان د توپان پرمهال هغه مهال وورېدل، چې په غالب ګومان له نژدې اوبو څخه د تېزو بادونو لړۍ پورته کړي وو.

د چیلاو کلي اوسېدنکو ویلي، پر ځمکه یې د ځینو څیزونو د رالوېدو غږ واورېد، خو چې بهر ته ووتل، داسې کبان یې وموندل، چې تر پنځو کیلوګرامو پورې وزن یې درلود.

دا لومړی ځل نه دی، چې په سري لانکا کې دا پېښه کېږي، په ۲۰۱۲ کال هم د هېواد سوېلي کې سمندري ملخان ورېدلي وو.

پوهان وايي، دغه ډول پېښې هغه مهال رامنځ ته کېږي، کله چې موسمي توپانونه د ډېر اوبو پرسر راشي، او د کوچنیو کبانو، مارانو او ان چیندخو په څېر په اوبو کې ژوندي کوچني ژوي هوا ته پورته کوي.

بادونه دغه کبان ډېرې لیرې سیمې ته لېږدوي.

کلیوال وايي "کب وروونکی باران" د تېرې دوشنبې په ورځ وشو.

ځینې کبان، چې اوږدوالی یې د پنځو او اتو سانتي مترو ترمنځ و، د لوېدو پرمهال لاهم ژوندي وو، چې سم لاسي اوبو ته واچول شول.

دا په سري لانکا کې د خپل ډول درېیمه پېښه ده.