کینیا کې زهرجنو شرابو لږ تر لږه ۶۰ کسان وژلي

Image caption کینیا کې ډېری کسان د بیوزلۍ له کبله غیر معیاري شراب څښي.

افریقايي هېواد کینیا کې چارواکي وايي، د زهرجنو شرابو څښلو له کبله لږ تر لږه ۶۰ کسان وژل شوي او لسګونه نور ړانده شوي دي.

چارواکي وايي داسې احتمال شته، چې د دغو شرابو جوړولو پر مهال پکې د صنعتي استعمال لپاره کارېدونکي سپرټ (الکحول ) میتهانول کاروول شوي وي.

دغه سپرټ د نشې زیاتولو لپاره کارول کېږي او د دغه ډول شرابو کاروولو پایله کې د سترګو نظر، پښتوروګو له منځه تلو او ان د انسان د مړینې خطر رامنځته کېږي.

د یکشنبې له ورځې راهیسې د کینیا په څلورو سیمو، ایمبو، کیټويي، لیمورو او کیمبو کې د ۶۰ کسانو مړینه تایید شوې ده.

چارواکي وايي، دغو سیمو ته ښايي له یوه کارځایه جوړ شوي شراب استول شوي وي.

کینیا کې په کورونو کې جوړ شوي شراب ډېر مشتریان لري، ځکه د ډېری خلکو اقتصادي وضعیت د معیاري شرابو پېرودلو اجازه نه ورکوي.

له دې مخکې ۲۰۰۵ کال کې هم دغه هېواد کې د زهرجنو شرابو څښلو له کبله ۴۵ کسان وژل شوي وو.

ورته مطالب