محکمې د تایلنډ لومړۍ وزیره له دندې ګوښه کړه

د انځور حقوق
Image caption تر اوسه معلومه نه ده، چې د هغې ځای به د هغې کوم وزیر نیسي او که به دغه هېواد کې سیاسي تشه رامنځ ته شي.

د تايلنډ یوې محکمې امر کړی، چې له واک نه د ناسمې ګټې اخیستو له کبله باید د دغه هېواد لومړۍ وزیره ینګلک شېناواترا خپله دنده پرېږدي.

پر اساسي قانون د څار محکمې خپله پرېکړه کې ویلي، چې ینګلک شېناواترا امنيتي چارو کې د خپل سلاکار تبادلې پر مهال غیر قانوني رویه خپله کړې.

پر دغه قانوني حکم عملي کول لازم دي. محکمې دا هم ویلي، چې دغه کړنه کې د کابېنې ځيني غړي هم شامل دي او باید دوی هم خپله دنده پرېږدي.

دغه پرېکړه له څو میاشتني سیاسي ځنډه وروسته راغلې. د لومړۍ وزیرې پر ضد د تېر نومبر له میاشتې راهیسې مظاهرې دوام لري. اوس داسې احتمال څرګندیږي، چې ښايي د حکومت پلویان د دغې پرېکړې پر ضد مظاهرې وکړي، ځکه په کلیوالو سیمو کې د حکومت پلویانو شمېر زیات دی.

پر ینګلک شیناوترا تور دی، چې د ملي امنیت سلاکار، تهاول پلنساري په تبادله کې یې غیرقانوني تګلاره خپله کړې ده.

نوموړی پر دغه دنده ۲۰۱۱ کال کې د هغه مهال حکومت او اوسني مخالف ګوند ګومارلی و. د سې شنبې په ورځ لومړۍ وزیرې محکمې ته د وړاندې کېدو پر مهال رد کړه، چې ګواکې د نوموړي له تبادلې نه یې ګوند کومه ګټه تر لاسه کړې وه.

خو دې سره محکمې د هغې پر ضد پرېکړه وکړه. د محکمې یوه قاضي په وینا: د لومړۍ وزیرې حیثیت پای ته ورسېد، ینګلک نوره د فعالې لومړۍ وزیرې په توګه نه شي پاتې کېدای.

تر اوسه معلومه نه ده، چې د هغې ځای به د هغې کوم وزیر نیسي او که به دغه هېواد کې سیاسي تشه رامنځ ته شي.

پروسږ کال د تایلنډ پلازمېنه بنکاک کې مظاهرې پیل شوي او مظاهره کونکو د ښار یو شمېر برخې وتړلې. د دغو مظاهرو ځواب کې لومړۍ وزیرې فبرورۍ کې د ټولټاکنو تر سره کولو اعلان وکړ، چې پکې د نوموړې د ګوند بریا ډېر احتمال و.

خو مظاهره کونکو د ټاکنو پر وړاندې خنډونه رامنځ ته کړل او وروسته دغه ټاکنې لغوه شوې.

د حکومت پلویان فکر کوي، چې محکمه له حکومت سره د تعصب پر بنسټ رویه کوي او د ښاري اشرافو پلوي کوي، چې د حکومت مظاهرو مخکښان دي.

د اوسنۍ لومړۍ وزیرې ورور تاکسین شیناوترا ۲۰۰۶ کال کې پوځ له دندې ګوښه کړ. ځیني کسان داسې ګومان کوي، چې د پردې تر شا اوس هم د حکومت واګې د تهاکسین شیناواترا په لاس کې دي. نوموړی اوسمهال په خپله خوښه تبعید کې شپې سبا کوي.

ورته مطالب