'مذهب ته د سپکاوي' قضیې پاکستانی وکیل وژل شوی

رحمن
Image caption که څه هم ښاغلي رحمن ته وړاندې ډېر ګواښونه شوي وو، خو بیا یې هم د ښاغلي حفیظ قضیې مخته بېولو ته ملا تړلې وه.

په پاکستان کې وسله والو د پوهنتون د هغه استاد مدافع وکیل په ډزو وژلی چې اسلام ته په سپکاوي تورن شوی دی.

پولیس وايي، راشد رحمن خان په خپل دفتر کې ناست و، چې ډزې پرې وشوې، دی ووژل شو او دوه مرستیالان یې ټپیان شول.

په پاکستان کې اسلام ته د سپکاوي پرضد جدي غبرګون ښودل کیږي.

کار پوهان زیاتره دا ادعا کوي چې د سپکاوي په اړه له قانون نه ډېر وخت ناوړه ګټه اخیستل کیږي او شخصي دښمنۍ په کې پالل کیږي، او د دې ډلې غړي زیاتره په کې په نښه کیږي.

د پولیسو مشر ذوالفقار علی اې ایف پي خبري اژانس ته وویل، رحمن په خپل کاري دفتر کې د چارشنبې په ماښام ووژل شو.

هغه وویل، د رحمن دوه ټپي ملګري یې په بیړه روغتون ته بوتلل، خو خپله رحمن روغتون ته له رسېدو سره سمه ساه ورکړ وه.

ښاغلی رحمن د بهاوالدین زکریا پوهنتون استاد جنید حفیظ مدافع وکیل و چې دغه استاد د یوې سخت دریځې ډلې له د محصلینو له خوا د اسلام پیغمبر ته په سپکاوي تېر کال تورن شوی و.

پاکستان کې د بشري حقونو د دفتر یوه غړي اې ایف پي خبري اژانس ته ویلي، چې د سخت دریځو مذهبي ډلو له وېرې په تېر یوه کال کې هېڅ یوه وکیل دې ته غاړه نه ده اېښې، چې دا ډول قضیه پرمخ بوځي.

که څه هم ښاغلي رحمن ته وړاندې ډېر ګواښونه شوي وو، خو بیا یې هم د ښاغلي حفیظ قضیې مخته بېولو ته ملا تړلې وه.

ورته مطالب