د پیټر سېلرز دوه ورک شوي فلمونه وموندل شول

پیټر سېلرز د انځور حقوق
Image caption د ورکو شویو فلمونو لټون ته ډېر پام نه کېده، تر دې چې په پارک لېن کې د ودانۍ مشر پاول کوتګرو د ساوتند فلم نندارې ته غاړه کېښوده.

د برتانوي کومیډي فلمونو د ستوري پیټر سېلرز دوه هغه کمیابه فلمونه نندارې ته وړاندې شول، چې ټیک ۵۰ کاله تري تم شوي وو.

د "جنوبي فلم نندارې" پر شپه دغه لنډ فلمونه د برتانوي ممثل ماکنزي کروک له خوا وړاندې شول.

کروک هم د "کاریبي غلو" په نامه فلم کې لوبېدلی دی.

دغه کومیډي فلمونه تېر کال وروسته تر هغه په یوه ګراج کې وموندل شول، چې له ۱۹۹۶ کال راهیسې د فلمونو د یوه شرکت له دفتر څخه آلونیه شوي وو.

کروک دغه فلمونه د برتانوي کومیډيا لپاره یوه لویه لاسته راوړنه او د ورک شوي غمي موندل بللي دي.

ممثل نېل پړسن یې د سېلرز د فلمونو په اړه وايي:

''دا د ده د وړتیاوو څرګنداوی دی. دا فلم په ۱۹۵۷ کال کې جوړ شوی و. د ۱۹۵۰ مو کلونو تر پیله پورې دی یوازې د راډیو ستوری و. په ۱۹۵۴ کال کې نوموړي له الېک ګنېس سره د لیډي کېلرز په نامه فلم جوړ کړ. دا یو ډېر ښه فلم و او د ده رول پکې ډېر ښه و، خو بیا هم له ده سره یې ډېره مرسته و نه کړه''.

د دغو فلمونو تاریخ ۱۹۵۷ کال ته رسېږي، چې ممثل سېلرز یې په برکت د لویو فلمي ستورو پوړۍ ته وخوت.

د انځور حقوق
Image caption نېل پړسن: ''دا د ده د وړتیاوو څرګنداوی دی. دا فلم په ۱۹۵۷ کال کې جوړ شوی و. د ۱۹۵۰ مو کلونو تر پیله پورې دی یوازې د راډیو ستوری و''.

که څه هم د پیټر سېلرز نوم په ۲۷ کلنۍ کې د "ګون شوGoon Show" فلم د نندارې له کبله مشهور شو، خو په فلم کې د ګډون کولو لپاره ډېر لېواله ښکارېده.

هغه له مسخرو د ډکو لنډو فلمونو لړۍ ته ملا وتړله، چې "د غوره پلورل شوې لړۍ" نوم یې پرې کېښود.

د سېلرز "کولډ کمفورډ فارم" په نامه د لړۍ لومړی فلم ډېر کم کتل شوی، چې د دوو نورو ضایع شویو فلمونو (ډېرټ آف سېلزمن) او (انسومنیا از ګوډ فار یو) په نندارتون کې وړاندې شو.

د ۱۲ اټکل شویو فلمونو له ټولګې یوازې درې فلمونه یې تولید شول، چې سېلرز په کې د هېکتور دیمویتي په څېره کې لوبېدلی او په بېلابېلو ژبو خبرې کوي.

د ورکو شویو فلمونو لټون ته ډېر پام نه کېده، تر دې چې په پارک لېن کې د ودانۍ مشر پاول کوتګرو د ساوتند فلم نندارې ته غاړه کېښوده.

سېلرز په "ګلابي پړانګ" او "ډاکټر سټرېنج لف" نومي هغو فلمو کې د سینما د پردې له لارې لویه لاسته راوړنه خپله کړه، چې امریکايي تولیدوونکي سټېنلي کوبریک له خوا جوړ شوي وو.