شمالي وزیرستان کې چاودنې اته سرتېري وژلي

د انځور حقوق AFP

د پاکستان قبایلي سیمې شمالي وزیرستان کې چاودنې لږترلږه اته پوځيان وژلي او یوشمېر نور یې ټپیان کړي دي.

امنیتي سرچینې وايي، پېښه د شمالي وزیرستان میرانشا او غلام خان روډ ترمنځ سیمه کې داسې مهال شوې، چې امنیتي کسان د غلام خان ولسوالۍ ته روان وو.

تر چاودنې وروسته په سیمه کې د اورپکو لټون پیل شوی، چې له پاسه الوتکې هم چورلېږي.

ویل کېږي، چې الوتکو پر ځینو وسله والو بمباري هم کړې ده.

وړاندې پاکستاني طالبانو او حکومت د سولې د خبرو لپاره اوربند اعلان کړی و.

په خبرو کې د ځنډ له کبله طالبانو د اپریل په لسمه موقتي اوربند ختم کړ.

مؤثر ګامونه

د پاکستان د لومړي وزیر یوه سلاکار عرفان صدیقي ویلي، که طالبانو د امن راتلو لپاره په بېړنۍ توګه کلک او موثر ګامونه وانخیستل، نو د حکومت لپاره به د خبرو بهیر جاري ساتل ګران وي.

د ښاغلي صدیقي تر څرګندونو وړاندې لومړي وزیر نواز شریف اسلام اباد کې د پاکستاني سفیرانو یوې غونډې ته د سولې د خبرو د تګلارې دفاع ورکړه.

خو څېړونکي وايي، کېدای شي په امنیتي ځواکونو بریدونه د خبرو بهیر نور پسې خراب او ځنډنی کړي.

نواز شریف په شمالي وزیرستان کې دغه برید غندلی او د وژل شویو پوځيانو له کورنیو سره یې همدردي ښوولې ده.

ځینې شنونکي وايي، د پاکستان ناقانونه ګرځول شوې تحریک طالبان پاکستان له یوې خوا اوربند کوي، او بل خوا بریدونو ته دوام ورکوي، چې په دې صورت کې د زړه له تلې خبرې ناممکنې دي.

د انځور حقوق AFP
Image caption نواز شریف په شمالي وزیرستان کې دغه برید غندلی او د وژل شویو پوځيانو له کورنیو سره یې همدردي ښوولې ده.

په تېر سپتمبر کې نواز شریف یوې غونډې ته ویلي وو، چې د طالبانو له تحریک سره به د سولې خبرې پیل کړې.

د تحریک طالبان پاکستان ویاند ویلي، طالبان له زړه د سولې خبرې غواړي، خو په حکومت کې دغو خبرو ته وفاداري او ریښتینولي نه شته.

د طالبانو ویاند وايي، حکومت ته یې د جوړجاړي لپاره دوه وړاندیزونه کړي، چې په لړ کې به یې د طالبانو ضد عملیات بندېږي.

بل خوا، قبایلي سیمې جنوبي وزیرستان کې د طالبانو دوو مهمو ډلو تر منځ نښتویو ځل بیا زور اخیستی. د دغسې نښتو له کبله تېرو ۲۴ ساعتونو کې لږ تر لږه ۱۰ سخت دریځي وژل شوي دي.

پر همدې مهال، د تېرې چارشنبې پر ورځ، په پاکستان کې وسله والو د پوهنتون د هغه استاد مدافع وکیل په ډزو وژلی چې اسلام ته په سپکاوي تورن شوی دی.

پولیس وايي، راشد رحمان په ملتان کې په خپل دفتر کې ناست و، چې وسله وال ورننوتل او ډزې یې پرې وکړې.

ښاغلی رحمان د ور رسېدلو ټپونو له امله په روغتون کې مړ شو.

ورته مطالب