اوکرايني بيلتونپالي پر ټولپوښتنې ټينګ ولاړ دي

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption د اوکراين حکومت وايي دغه ټولپوښتنه ناقانونه ده

په ختيځ اوکراين کې روس پلوو فعالانو پرېکړه کړې چې له اوکراين څخه د خپلواکۍ ترلاسه کولو لپاره د يکشنبې پر ورځ ټولپوښتنه وکړي.

دوی د ټولپوښتنې د ځنډولو لپاره د روسيې د ولسمشر ولادمير پوتين غوښتنه رد کړه.

بيلتونپالو د ښاغلي پوتين د غوښتنې پر مهال ويلي وو، چې دوی به په دې اړه له نورو مشرانو سره هم وغږېږي او خپله وروستۍ پرېکړه به اعلان کړي.

د بيلتونپالو مشرانو له خپلو پلويانو سره تر سلامشورو وروسته د ټولپوښتنې د ترسره کېدو پرېکړه اعلان کړه، ځکه وايي د ټولپوښتنې لپاره ټول چمتووالی نيول شوی دی.

په لوګانس کې د فعالانو يوه مشر وویل سيمه ييزو خلکو له خورا ډېرې لېوالتيا سره ټولپوښتنې ته چمتووالی نيولی دی.

دی وايي: ''ولس غواړي چې ټولپوښتنه وشي او ولس دېته تياری نيسي. دا يوه سيمه ييزه کمېټه نه ده، بلکې خلک په دوامداره توګه ټولپوښتنې ته د چمتووالي راپورونه ورکوي. ولس وايي دا يې غوښتنه ده، دوی ورته چمتو دي او دېته انتظار باسي چې صندقونه کېښودل شي او دوی په کې خپلې رايې واچوي''.

خو د اوکراين حکومت وايي دغه ټولپوښتنه ناقانونه ده او په وينا يې د ترهګرۍ ضد عمليات به دوام وکړي.

د مسکو لپاره د بي بي سي خبريال وايي ولادمير پوتين به د بيلتونپالو دا پرېکړه د ځان په ګټه وبولي او و به وايي چې د لويديځ دا ادعا ناسمه خېژي چې وايي روسيه د اوکراين په ختيځ کې د وروستيو نااراميو تر شا ده.

د اوکراين په ختيځ کې تر ډېره روسي ژبي اوکراينيان اوسېږي او دوی غواړي خپلواکي ترلاسه کړي، خو کتونکي وايي ښايي دغلته هم د کريميا تجربه تکرار شي.

دوی وايي په لومړي سر کې به د ختيځ اوکراين سيمې له اوکراين جلا او بيا به له روسيې سره د يو ځای کېدو اعلان وکړي.

ورته مطالب