ميشل اوباما نايجريا کې د نجونو تښتول غندلي

Image caption لومړۍ مېرمن ميشل اوباما په نايجريا کې د ښوونځي د تښتول شويو نجونو په اړه د خپل مېړه اوونيزه وينا وکړه

د امريکا لومړۍ مېرمنې ميشل اوباما ويلي په نايجريا کې د نجونو تښتول د هغو ګواښونو يوه نمونه ده، چې په ټوله نړۍ کې د زده کړو په لټه نجونې ورسره مخامخ دي.

مېشل اوباما وويل دا او مېړه يې د اپريل پر ۱۴مه د ښوونځي د ۲۰۰ نجونو د تښتولو له امله خورا خواشيني شوي دي.

لومړۍ مېرمن مېشل اوباما په نايجريا کې د ښوونځي د تښتول شويو نجونو په اړه د خپل مېړه اوونيزه وينا وکړه.

په عمومي ډول د ولسمشر مېرمن د بهرنيو چارو په اړه له څرګندونو ډډه کوي، خو اغلې مېشل په نايجيريا کې د تښتول شويو نجونو د غږ پورته کولو لپاره رامخکې شوې ده.

د ښوونځي تښتول شويو نجونو د خوشې کېدو لپاره په چيبوک کې مظاهرې وشوې، چې په دغو مظاهرو کې د بوکو حرام له يرغمل نيونې پاتې شوې نجونې هم شته دي.

په مظاهرو کې د ګډونوالو نجونو سره چې خبرې وشوې، يوې يې وويل: ''تښتوونکو سخت دريځو راته وويل که د تېښتې هڅه وکړي په مرمۍ به مو وولي. خو ما خېز کړ او منډه مې کړه او د شپې له يوې ونې لاندې پټه شوم او شپه مې تېره کړه''.

يوې بلې نجلۍ وويل: ''په ښوونځي کې له اور لګېدو وروسته موږ په ۱۰ لارۍ موټرو کې بار کړای شوی او د ځنګل پر لوري روان شو. په همدې وخت کې ما منډه کړه او تر هغې مې منډې وهلې چې کور ته ورسېدم''.

د تښتول شويو نجونو د خوشې کېدو لپاره په پلازمېنه ابوجا کې (زموږ نجونې بېرته راولئ) په نوم اعتراضونه او مظاهرې روانې دي.

د اعتراضونو هدف د نايجيريا پر حکومت او نړیوالې ټولنې د فشار زياتول دي.

د دغو اعتراضونو يوې ګډونوالې حديثه عثمان وويل: ''اړينه ده چې دې موضوع ته د ټولې نړۍ پام ورواوړي، ځکه د ۲۰۰ زده کوونکو نجونو پر برمته کولو چپه خوله پاتې کېدل د منلو نه دي. موږ د اعتراضونو له لارې هڅه کوو حکومت پر خپل چلند يو ځلې بيا فکر وکړي''.

اسلامپالې سخت دريځې ډلې بوکو حرام د دغو نجونو د تښتولو مسووليت پر غاړه اخيستی دی او مخکې يې ويلي وو، چې دغه نجونې به وپلوري.

ورته مطالب