د جنوبي سودان د ښکېلو غاړو ترمنځ موافقه شوې

د انځور حقوق AFP
Image caption د جګړې د ښکېلو غاړو ترمنځ نښتو کې زرګونه کسان وژل شوي دي

د جنوبي سودان ولسمشر سلوا کيير او د ياغيانو مشر رييک مشار له پنځه مياشتنيو نښتو وروسته يوې موافقې ته رسېدلي دي.

سملاسي اوربند، د منځمهالي حکومت جوړول، د نوي اساسي قانون چمتو کول او د ټاکنو ترسره کېدل د دغې موافقې مهم ټکي دي.

د دواړو مخالفو غاړو ترمنځ موافقه د ايتوپيا په پلازمېنه اديسه بابا کې لاسليک شوه.

په جنوبي سودان کې د ولسمشر سلوا کيير او د هغه د پخواني مرستيال رييک مشار د پلويانو ترمنځ د نښتو له پيل راهيسې دا لومړی ځل دی چې دواړه سره مخامخ کېږي.

د نړۍ په دغه نوي جوړ شوي هېواد کې د ښکېلو غاړو ترمنځ د نښتو په پايله کې زرګونه کسان وژل شوي او له يو ميليون زيات يې بېځايه شوي دي.

امريکا له څو مياشتنيو نښتو وروسته د دواړو غاړو ترمنځ د شوې موافقې هرکلی کړی دی.

د امريکا د بهرنيو چارو وزير جان کېري چې د دغې موافقې په کېدو کې يې مهم رول لوبولی وايي دا د نوي جوړ شوي هېواد لپاره ډېر مهم ګام دی.

د ملګرو ملتو سازمان د سودان په کړکېچ کې دواړه ښکېلې غاړې په بشري جنايتونو، ټولوژنې او ډله ييز تيري تورنې کړې دي.

په اديسه بابا کې د بي بي سي خبريال وايي د دغې موافقې له مخې چې د جمعې په شپه لاسليک شوه ټاکل شوې دواړه خواوې په ۲۴ کې دننه وسلې پر ځمکه کېږدي او وروسته له هغه دايمي اوربند ټينګ شي.

تراوسه لا نه ده روښانه شوې چې څوک به د لنډ مهالي دولت د جوړېدو مسووليت پر غاړه واخلي.

کابو څلور مياشتې وړاندې هم د جګړې د ښکېلو غاړو ترمنځ يوه موافقه وشوه، خو له څو ورځو وروسته تر پښو لاندې شوه.

د جنوبي سودان د ولسمشر سلوا کيير او د هغه د پخواني مرستيال د پلويانو ترمنځ د تېر کال په ډسمبر کې نښتې پيل شوې.

دغه نښتې د ولسمشر سلوا کيير له دې ادعا سره سم پيل شوې، چې ګواکې پخواني مرستيال رييک مشار د ده د حکومت پر ضد د کودتا هڅه کوله، خو مخالف يې دغه ادعا رد کړې ده.

ولسمشر کيير د جنوبي سودان په سترې قبيلې دينکا پورې اړه لري او مخالف يې ښاغلی مشار د نوير د قبيلې دی.

جنوبي سودان چې د ۲۰۱۱ کال په جنورۍ مياشت کې د خپلواکۍ اعلان کړی، تر اوسه نه دی توانېدلی چې يو باثباته حکومت جوړ کړي.

ورته مطالب