سمیع الله د شکیل افریدي وکالت پرېښود

شکیل افریدی د انځور حقوق AP
Image caption شکیل افریدی په ۳۳ کلونو بند محکوم شوی.

پاکستان کې د شکیل افریدي وکیل ویلي، له پرله پسې ګواښونو ورسته د خپل موکل له وکاله لاس اخلي.

شکیل افریدی د القاعدې شبکې د مخکني او وژل شوي مشر اسامه بن لادن په همکارۍ تورن او پاکستان بندي کړی دی.

وکیل سمیع الله افریدي ویلي، د واشنګټن له خوا پر اسلام اباد د فشارونو له کبله، چې په لړ کې یې باید شکیل افریدی خوشی شي، هغه بل لوی لامل دی، چې دی د خپل موکل له وکالته لاس پر سر کېږي.

د پاکستان حکومت ښاغلی افریدی تورن کړی، چې ګني په دروغو یې د ګوزڼ کمپاین پیل کړی و، ترڅو هغه کور ته ننوځي، چې اسامه بن لادن پکې اوسېده.

دوی وايي، چې دا کمپاین د یوې استخباراتي ادارې له خوا جوړ شوی و، چې هدف یې د اسامه څرک لګول وو.

پاکستان وايي، پخپله خاوره کې یې د اسامه بن لادن پرضد د امریکايي عملیاتو په اړه هېڅ معلومات نه لرل.

سمیع الله افریدي ویلي، دوه کاله وړاندې د شکیل افریدي د قضیې د وکالت له پیلولو وروسته یې ژوند ته ګواښونه شوي، همدا وه چې پنځه میاشتې مخکې هېواد پرېښودو ته اړ شوی دی.

سمیع الله زیاتوي، پاکستان کې وسله والو ډلو ورته له دې قضیې د لاس اخیستو لپاره "ضرب الاجل" ټاکلی دی:

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption سمیع الله زیاتوي، چې پاکستان کې وسله والو ډلو ورته له دې قضیې د لاس اخیستو لپاره "ضرب الاجل" ټاکلی دی:

"د انساني زړه سوي له کبله مې دا قضیه ومنله، خو اوس مې خپل ژوند راته ډېر مهم دی".

شکیل افریدی څلور وکیلان لري، چې یو یې سمیع الله افریدی دی.

دوه کاله مخکې، یوې پاکستانۍ محکمې له یوې وسله والې ډلې سره د تړاو لرلو په تور په ۳۳ کلونو بند محکوم کړ، چې د ډېرو په اند د محکمې دغه پرېکړه د اسامه په قضیه کې د امریکايي استخباراتو له لمسون سره تړل شوې ده.

ورته مطالب