هند ټاکنې: وروستي پړاو ته رایې کاروونه کېږي

د انځور حقوق Getty Atul Chandra
Image caption د هند ټاکنې په نړۍ کې تر ټولو لوی ټاکنیز عمل بلل کېږي.

هند کې د ټاکنو شپږ اونیزې لړۍ نهم او وروستي پړاو کې د ۴۱ پارلماني څوکیو لپاره د دوشنبې له سهاره د رایې کاروونې لړۍ روانه ده.

د پارلیمان دغه څوکۍ، چې وروستي پړاو کې پرې سیالي کېږي، د اترپردېش، لوېدېځ بنګال او بهار ایالتونو اړوندې دی.

د بنارس سیمې مهمې څوکۍ لپاره د بي جي پي ګوند له لوري د لومړي وزیر مقام لپاره نوماند نرېندر مودي، کانګریس ګوند، د اجې رای او عام ادمي ګوند د ارون کجریوال تر منځ سیالي کېږي.

ښاغلی مودي چې په دریو سروې ګانو کې مخکښ راغلی، د ګوجرات ایالت مشر دی. دغه ایالت په ۲۰۰۲ کال کې د مسلمانانو پرضد د تاوتریخوالو شاهد و.

د رایې کاروونې بهیر سهار اووه بجې پیل شو او تر ماښام شپږو بجو به دوام وکړي.

د هند ټاکنې، چې په نهو پړاونو کې به بشپړې شي، د اپریل په اوومه نېټه پیل شوې او د مې په ۱۶ به یې د رايو شمېرنه کېږي.

ټاکنو کې د واکمن ګوند کانګریس او مخالف ګوند بي جي پي تر منځ سیالي روانه ده.

د تر سره شویو ټولو سروې ګانو له مخې د بي جي پي ګوند نرېندر مودي په ټاکنو کې مخکښ دی.

په هندوستان کې د واکمن کانګرس ګوند مشرې سونیا ګاندي د ټول ټاکنو په دریم پړاو کې خپله رایه په پلازمېنه ډيلي کې وکاروله.

د عام ادمي په نامه ګوند مشر اروند کجریوال هم په ډيلي کې خپله رایه وکاروله. دا هغه ګوند دی چې په تېرو سیمه ییزو ټاکنو کې ښه وځلید او داسې انګېرل کېږي چې لوی مهم ګوندونه به په اوسنیو ټاکنو کې له ننګونې سره مخامخ کړي.

په هندوستان کې تر دې دمه د هغو کسانو په ډله کې د مسلمانانو شمېر هم ډېر و چې خپلې رایې کارولي دي. هندوستان کې به د رایې اچونې بهیر د مې میاشتې تر ۱۲ نیټې دوام وکړي او رایې به د مې په ۱۶ نېټه وشمېرل شي.

د هند ټاکنې په نړۍ کې تر ټولو لوی ټاکنیز عمل بلل کېږي، چې نژدې ۸۱۴ میلیونه کسان پکې د رایې ورکونکو په توګه ثبت شوي دي.

ورته مطالب