کراچۍ کې پاکستانی پوځي په ډزو وژل شوی

د انځور حقوق Getty
Image caption کراچۍ کې له دې مخکې هم پر پاکستاني پوځیانو او پولیسو بریدونه شوي دي.

د پاکستان کراچۍ ښار کې پولیس وايي، د نامعلومو کسانو ډزو پایله کې د سمندري پوځ یو سرتېری وژل شوی دی.

د ځايي پولیسو بي بي سي ته ویلي، چې غلام اکبر نومي پوځي کارساز سیمه کې پر موټر سایکل روان و، چې ناپېژاندو کسانو پرې ډزې وکړې او ویې واژه.

د پولیسو په وینا نوموړی د ډزو پایله کې ټپي شو، خو روغتون ته له لېږدول کېدو وروسته یې ساه ورکړه.

پولیس وايي، دم ګړۍ معلومه نه ده، چې دغه برید چا کړی او دوی یې په اړه څېړنه پیل کړې ده.

کراچۍ کې له دې مخکې هم پر پاکستاني پوځیانو او پولیسو بریدونه شوي دي. د روانې میاشتې په لومړیو کې د دغه ښار په ډیفینس سوسایټي سیمه کې د سمندري پوځ یو افسر د شوکمارو له لوري په ډزو ووژل شو.

له هغه مخکې د فبرورۍ په وروستیو کې د کراچۍ ښار په کیماړي سیمه کې یو پوځي افسر نامعلومو کسانو په ډزو وواژه.