نایجریا:د تښتول شویو نجونو د خوشي کېدو وړاندیزشوی

د انځور حقوق AFP
Image caption یو شمېر نجونې د بوکو حرام ډلې له ولکې په تېښته بریالۍ شوې.

نایجریا کې سخت دریځي بوکو حرام ډلې د ۱۰۰ تښتول شویو نجونو یوه ویډیو خپره کړې او د خپلو زنداني ملګرو خوشي کېدو بدل کې يې د یرغمل شویو نجونو خوشي کولو وړاندیز کړی.

د بوکو حرام ډلې مشر ابوبکر شیکاو په وینا نجونې به تر هغه مهاله برمته وساتي، چې زنداني ملګري یې خوشي شوي نه وي.

د نوموړي په خبره دغه نجونې به مسلمانې کړلې شي.

د بوکو حرام له لوري په خپره شوې ويډیو کې برمته شوې نجونې د عبادت کولو په حال کې لیدلې کېږي.

تېره میاشت سخت دریځه اسلامپاله ډلې بوکو حرام له ۲۰۰ ډېرې زده کونکې نجونې وتښتولې، چې ځیني يې وتوانېدې د دوی له ولکي وتښتي.

له دې مخکې د نایجریا د بورنو سیمې ایالت والي ویلي و، د بوکو حرام سخت دریځو له خوا د ۲۰۰ یرغمل شویو نجونو د ځای ځايګي په هکله معلومات په واک کې لري.

د کاشیم شتیما په وینا، د نجونو په اړه ترلاسه شوي رپوټونه یې د کره کولو لپاره امنیتي ځواکونو ته سپارلي دي.

هغه زیاته کړه چې ګمان نه کوي نجونه دې له پولو بل خوا چاډ او کامرون ته لېږدول شوې وي. له دې مخکې د فرانسې ولسمشر له بوکو حرام سره مبارزې په اړه د غونډې کوربتوب وړاندیز کړی و.

فرانسوا هولاند د یکشنبې په ورځ وویل:

“ما د نایجریا ولسمشر ګډلاک جناتن ته د نایجریا د ګاونډیانو په ګډون د غونډې وړاندیز وکړ. که چېرې دا هېوادونه ومني، راتلونکې شنبې باید دا غونډه تر سره شي”

د نایجریا ګاونډې هېوادنه، کامرون او چاډ به دې ناستې ته را وبلل شي. ویل کېږي چې امریکا، برتانیا او اروپايي ټولنه هم ښايي دې غونډه کې برخه واخلي.

ښاغلي جناتن ویلي، د اسرايیلو یوه تروریزم ضد ډله د دې نجونو موندلو کې د مرستې لپاره نایجریا ته ځي. دغه نجونې تېره میاشت وتښتولې شوې.

فرانسوي ځواکونو تېر کال د القاعده اړوند سخت دریځو له منځه وړو لپاره مالي ته تللي وو. امریکا او برتانیا د هغه رپوټ په اړه، چې ګواکې د بوکو حرام پر ضد به عملیاتو کې برخه واخلي، دم ګړۍ څه نه دي ویلي. د امریکا دفاع وزیر چاک هېګل د یکشنبې په ورځ وویل ”په دې پړاو کې هوډ نه لري چې امریکاي ځواکونه واستوي ”

د بریتانیا لومړي وزیر ډیوېډ کامېرون ویلي، له اټکله لرې خبره ده چې نایجریا دې د برتانیايي ځواکونو غوښتنه وکړي.

' که غوښتنه وکړئ او زموږ له وسه پوره وي، کولای شئ، موږ ته ووایاست، باید وګورو، چې څه کولای شو. '

بوکو حرام ډله، وايي، دغه نجونې دوی تښتولې او وايي دغو نجونو ښوونځې ته د تلو پر ځای باید ودونه کړي واي. دغه ډله وايي، تښتول شوې نجونه به د وینځو په توګه وپلوري.

بوکو حرام ډلې له ۲۰۰۹ راهیسې د نایجریا حکومت پر ضد په تاوتریخوالي لاس پورې کړی. ګومان کېږي، ډېرې یرغمل شوې نجونې عیسوي دي، خو ښايي یو شمېر مسلمانانې هم پکې وي.

ورته مطالب