نیجیریا له بوکو حرام سره خبرو ته چمتو ده

د انځور حقوق Reuters
Image caption د نيجېريا حکومت وايي د دغو څه د پاسه دوو سوو نجونو د خلاصون لپاره پر هر ډول ګامونو غور کوي.

د نیجیریا یوه حکومتي وزیر بي بي سي ته ویلي هېواد یې له بوکوحرام حکومت مخالفې ډلې سره د هغو څه د پاسه ۲۰۰ زده کوونکو نجونو د خلاصولو لپاره خبرو اترو ته چمتو دی چې دې ډلې تښتولې دي.

د بوکوحرام ډلې مشر ابوبکر شېکاو د دوشنبې په ورځ(مې ۱۲مه) وویل، د دوی له خوا هغه تښتول شوې نجونې چې اسلام ته نه دي اوښتې کېدی شي د دوی له زنداني ملګرو سره بدلې شي.

د ځانګړو چارو وزیر تانیمو توراکي وویل که شیکاو صادوق وي نو باید د خبرو اترو لپاره استازي ولېږي.

توراکي د هغې کمېټې مشر دی چې ولسمشر ګوډلک جوناتان له بوکوحرام یاغیانو سره د خبرو اترو لپاره جوړه کړې ده.

نوموړی وایي، ښاغلی شیکاو باید خپل باوري کسان راولېږي چې د پخلاینې د کمېټې له غړو سره وګوري.

یوه ویډیو د دوشنبې په ورځ ښيي چې شاوخوا ۱۳۰ تښتول شوې نجونې د قرآن لوستلو بوختې دي.

نيجېريا کې د ورکو شويو نجونو خپلوانو او ملګريو اوس دغه نجونې له هغې وېډيو پېژندلې چې د دوشنبې پر ورځ بوکوحرام اورپکې ډلې خپره کړې وه.

د نيجېريا حکومت وايي د دغو څه د پاسه دوو سوو نجونو د خلاصون لپاره پر هر ډول ګامونو غور کوي.

خو د بوکوحرام پر وړاندې جګړه کې د حکومت پاتې راتلو په اړه غوسه په زياتېدو ده. بي بي بي سي په شمالي نيجېريا کې د ګامبورو ښارګوټي ته ورغلې چې يوه اوونۍ مخکې د بوکو حرام ډلې له برید وروسته سوځېدلی و.

د دوشنبې په ورځ د اطلاعاتو د ادارې مشر مایلک عمري وویل چارواکي به هر څه چې په وسې کې یې دي وکړي چې دغه نجونې راخلاصې شي.

د بریتانیا لومړي وزیر ډیوېډ کامېرون ویلي، له اټکله لرې خبره ده چې نایجریا دې د برتانیايي ځواکونو غوښتنه وکړي.

"که غوښتنه وکړئ او زموږ له وسه پوره وي، کولای شئ، موږ ته ووایاست، باید وګورو، چې څه کولای شو."

بوکو حرام ډله وايي، دغه نجونې دوی تښتولې او وايي دغو نجونو ښوونځې ته د تلو پر ځای باید ودونه کړي واي. دغه ډله وايي، تښتول شوې نجونه به د وینځو په توګه وپلوري.

بوکو حرام ډلې له ۲۰۰۹ راهیسې د نیجریا حکومت پر ضد په تاوتریخوالي لاس پورې کړی. ګومان کېږي ډېرې یرغمل شوې نجونې عیسوي دي، خو ښايي یو شمېر مسلمانې هم پکې وي.

ورته مطالب