' هیلري کلینټن روغه رمټه ده '

د انځور حقوق AP
Image caption دومره ویلای شم، چې د هیلري روغتیايي حالت له ماښه دی.

د امریکا متحدو ایالتونو پخوانی ولسمشر بل کلینټن وايي، مېرمن یې هیلري کلینټن، چې د بهرنیو چارو پخوانۍ وزیره وه، روغه رمټه ده.

نوموړي دغه څرګندونې د جمهوریت غوښتونکي ګوند له لوري د مېرمن کلینټن د روغتیا په اړه د اندېښنو له څرګندېدو وروسته کړې.

د دیموکرات ګوند غړی ۶۶ کلن بل کلینټن وايي:

'' دومره ویلای شم، چې د هغې روغتیايي حالت له ما ښه دی'"

هیلري کلینټن ۲۰۱۲ کال کې ناروغه شوه، د هغې په اړه ویل کېږي، چې د ۲۰۱۶ کال ټاکنو کې به د ولسمشرۍ مقام لپاره کاندیده وي.

تېره اونۍ د سپینې ماڼۍ په اړه د هغې ادعاوو دغه پوښتنې راپورته کړي او وايي هغه له ممکنه دماغي ټکان سره مخامخ ده.

مشهورې ورځپاڼې نیویارک پوسټ لیکلي، چې سپینې ماڼۍ ته د پخواني ولسمشر جارج ډبلیو بوش رسوونکي کارل روو په لاس اینجلس کې د وینا پر مهال ویلي و

"'۳۰ ورځې په روغتون کې؟ او کله چې هغه دویم ځلې ولیدله شوه، نو داسې عینکې یې پر سترګو کړې وې، چې یوازې له دماغي ټپه وروسته کاروول کېږي. موږ باید په دې اړه معلومات تر لاسه کړو"

هیلري کلینټن ۲۰۱۲ کال د معدې ناروغۍ له کبله درې ورځي روغتون کې بستري وه.

په بدن کې د اوبو سخت لږوالي له کبله نوموړې په کور کې وغورځېده او پر سر ټپي او بې هوښه شوه.

کله چې هغه روغتون کې وه، ډاکټرانو یې په سر کې د وینو یوه ټوټه ولیده. کاروول روو د نیویارک پوسټ خبر رد کړی دی.

له فاکس نیوز سره د خبرو پر مهال نوموړي وویل" ما داسې نه دي ویلي، چې د هغې دماغ ته صدمه رسېدلې، بلکې ما ویلي و، چې د هغې د روغتیا مساله درنه وه''

د دیموکرات ګوند غړي وايي، ښاغلی روو د ۲۰۱۶ کال د ټاکنو له کمپاین مخکې غواړي، د مېرمن کلینټن د روغتیا په اړه اندېښنې راپورته کړي، چې دغه موضوع د ولسي بحثونو موضوع وګرځي.

د انځور حقوق Reuters
Image caption هیلري کلینټن ۲۰۱۲ کال د معدې ناروغۍ له کبله درې ورځي روغتون کې بستري وه.

د ډیلي بیسټ لپاره کالم لیکوال مایکل ټوماسکي له ایم ایس این بي سي نیوز چینل سره مرکه کې ویلي:

"د دغه ډول موضوعګانو راپورته کولو بېل ډولونه دي او که څوک د ولسمشرۍ مقام لپاره د ټاکنو لپاره په ټاکنیز ډګر کې وي، د روغتیا په اړه یې باید پوښتنې ځواب شي او هغه هم د هغه چا په هکله، چې د لوړي مراسمو پر مهال به یې عمر ۶۹ کاله وي."

نوموړي زیاته کړه'' په هر صورت دغه پوښتنې باید دغه ډول مطرح نه شي، دا تریخ او زهرجن ډول و"

پخواني ولسمشر بل کلینټن د چهارشنبې په ورځ واشنګټن کې وویل، د مېرمنې د سر ټپ یې خورا ژور و او په بشپړه توګه د روغاونې لړ کې یې شپږ میاشتې وخت ونیو.

"د هغه په وینا هغه هره اونۍ کار کوي، هغه تکړه ده، خورا غوره فعالیت کوي او هغه اوس هم خورا پیاوړې معلوميږي."

ورته مطالب