ترکیې کې له ویر سره د سوداګریزې ټولنې اعتصاب

د انځور حقوق AP
Image caption د ترکیې د کانونو پېښو په تاریخ کې دا د ځاني تلفاتو تر ټولو لوړه شمېره ده.

په ترکیې کې د کان تر یوې بدې پېښې وروسته د دغه هېواد سوداګریزې ټولنې د یوه ورځني اعتصاب غږ کړی دی.

د ټولنې مشران شکایت کوي چې په دا ورستیو کلونو کې د کانونو خصوصي کېدو په صنعتي برخه کې د خوندیتوب ریکارډ ډېر خراب کړی دی.

ټولنې له خپلو غړو غوښتي چې تورې جامې پر تن او د کارګرو وزرات په وړاندې لاریون وکړي.

تر دې دمه د سوما سکرو کان څخه ۲۷۴ مړي ایستل شوي دي.

له بېړنیو حالاتو سره د مبارزې ډلې هڅه کوي تر سلو ډېرو کان کیندونکو ته ځان ورسوي چې په کان کې بند پاتې دي.

د دوی هڅې تر ځمکې لاندې پر له پسې اور لګېدونو له امله له خنډ سره مخ کېږي.

د ترکیې لومړی وزیر رجب طیب اردګان د پېښې ځای ته ورغلی او د کان کېندونکو خپلوانو ته یې ډاډ ورکړی چې په کان کې به بشپړې پلټنې کوي:

' زه تاسو ټولو ته ډاډ درکوم چې د دې پېښې په اړه به بشپړې پلټنې کېږي، موږ به پر هېڅ ډول بې غورۍ سترګې پټې نه کړو. د دې پېښې څرنګوالی به روښانه کوو او داسې ګامونه به اوچتوو چې د وژل شویو کسانو د خپلوانو د قناعت وړ وي.دا زموږ او ستاسې ګډ غم دی د ۷۷ میلیونه ترکانو غم.'

د ترکیې د کانونو پېښو په تاریخ کې دا د ځاني تلفاتو تر ټولو لوړه شمېره ده.

د کارګرو ټولنه وايي په دا ورستویو کلونو کې د کانونو ځینو برخې خصوصي سکتور ته ورکول د کار شرایط له مخکې خطرناک کړي، ځکه وايي د دې معادنو څښتنان د کانونو خوندیتوب لپاره ډېره پانګونه نه کوي.

دغه کان، چې د سې شنبې په ورځ پکې چاودنه وشوه، نهه کاله مخکې خصوصي سکتور ته سپارل شوی و.

د چهار شنبې په ورځ د ترکیې په څو ښارونو کې احتجاجونه وشول.

دغه خونړۍ پېښه د سې شنبې په شپه د مې په ۱۳مه پېښه شوه چې له کبله یې ۷۰۰ کان کېندونکي تر ځمکې لاندې ایسار شول. چارواکي وايي، له چاودنې یو ساعت وروسته ۳۶۳ کار کوونکي وژغورل شول ، خو د چهارشنبې د ژغورلو عملیاتو کومه پایله نه درلوده.

د ترکیې انقلابي سوداګریزې ټولنې مشر خبریالانو ته وویل، چې د دې ټولنې څو لویو غړو ډلو په اعتصاب کولو هوکړه کړې.

همدارنګه ارزو سرکیزوګلو، په ولس غږ وکړ چې تورې جامې واغوندي او د کار وزارت مخې ته لاریون وکړي.

د سوما سکرو کان

د عامه سیکتور کارګرانو ټولنې، یوې بلې ډلې په خپله څرګندونه کې وویل “هغه څوک چې محرومیت پالي، هغه پالیسۍ چې د کارګرانو ژوند ګواښي او ارزښت نه ورکوي، دوی ټول د سوما په پېښه کې ګرم دي او دوی باید حساب ورکړي.

د سوما کان ۲۰۰۵ کال کې خصوصي سکتور ته په واک کې ورکړل شو.

رویترز خبري اژانس د کار وزارت چارواکو له قوله لیکلي چې د دغه وزارت چارواکي وايي کان په منظم ډول د دوی تر څارنه لاندې و په ځانګړي ډول په تېره مارچ میاشت کې.

دغې غمیزې په سوما کې د خلکو قهر راوپاراوه او په اعتراضونو يې لاس پورې کړ.

خلکو د لومړي وزیر طیب رجب اردګان موټر په لغتو وواهه او کله چې هغه د پېښې په اړه خبري کنفرانس ته خبرې کولې، خلکو د هغه د استعفا غوښتنه وکړه.

کله چې هغه له موټر نه کښته کېده نو خلک پرې را ټول شول او لومړي وزیر ته يې خپلې ناخوالې او انځورونه وروښودل، د نوموړي ساتونکو هغه یوه دکان ته ننه ایست.

دغه راز مظاهره کوونکو کوښښ وکړ، چې د اې کي ګوند په دفتر برید وکړي.

پولیسو په پلازمېنه انقره کې په هغو مظاهره کوونکو چې شمېر یې ۸۰۰ تنو ته رسیده او له پوهنتونه تر برېښنا وزارته يې لاریون کاوه اوښکې بهونکی ګاز وکاراوه او اوبه یې پرې وشېندلې.

ورته مطالب