د عراق ټاکنې: نوري المالکي تر ټولو وړاندې دى

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption ښاغلى المالکي له تېرو اتو کلونو راهیسې لومړی وزیر پاتې شوی

په عراق کې د ټولټاکنو لومړنيو پايلو ښوولې چې د دغه هېواد د اوسمهالي لومړي وزير نوري المالکي په مشرۍ ټلوالې د پارلمان ډېرې څوکۍ خپلې کړي. د عراق د ټاکنو کميسيون وايي د "قانون دولت" تر نامه لاندې دغې ټلوالې د استازو د جرگې له ٣٢٨ څوکيو نه ٩٣ گټلې خو پرېکنده اکثريت نه پوره کوي.

د اعلانو شويو پايلو پر بنسټ د احرار بلاک ( د گوندونو ټلواله) چې بنسټ پالي شيعه ملا مقتدا الصدر ته وفاداره ده، دويم ځاى خپل کړى او دريم ځاى کې بيا د عراق د سترې اسلامي شورا په نامه يوه بله شيعه ډله ده.

لومړى وزير نوري المالکي غواړي دريم ځل لپاره د واک پر گدۍ کيني، خو د هغه سيالانو خورا سخت مخالفت ښوولى.

ټاکنې او تاوتريخوالى

دا په عراق کې، له دغه هېواده د امریکايي ځواکونو تر وتلو وروسته لومړۍ پارلماني ټاکنې وې.

د عراق د ټاکنو کمیسیون په وينا په ټاکنو کې د خلکو د ګډون کچه نژدې اویا سلنې ته رسېده.

د ټاکنو په ورځ سخت امنيتي تدابير نيول شوي و، خو بيا هم په ځینو سیمو کې بریدونه وشول.

د الانبار ولایت په ځینو هغو سیمو کې ټاکنې ونه شوې، چې ډېری اوسېدونکي یې سنیان دي؛ ځکه چې هلته د القاعدې جنګیالي او نور سخت دریځي اورپکي واکمن دي.

د ښاغلي المالکي مخالفين نوموړي په فرقه ييز تاوتريخوالي پړ بولي چې سږ کال يې له امله ٣٠٠٠ وگړي ووژل شول.

د نوري المالکي مخالفين پر نوموړي د ځواک د انحصارول د هڅو تور هم پورې کوي.

ورته مطالب