تایلند کې د پوځي قانون واکمني او د ارامۍ غوښتنه

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د تایلنډ چارسمبالي لومړي وزیر د دغه هېواد پر پوځي ځواک غږ کړی چې په سوله ییز ډول او د پوځي قانون چوکاټ کې دې عمل وکړي.

نیواتهمرانګ بونزسونګفیسان وویل چې په اګست کې یې د ټاکنو ترسره کولو غوښتنه هم کړې ده.

په تایلنډ کې له تېرو شپږو میاشتو راهیسې د حکومت او مخالفینو ترمنځ کړکېچ روان دی.

د حکومت ضد لاریونيانو له ټاکنو سره مخالفت ښوولی او وايي پوځي قانون به يې د حکومت پر ضد د مبارزې مخنیوی ونه کړي.

د سې شنبې پر ورځ ( د می ۲۰مه) د دغه هېواد پوځ له میاشتو سیاسي تاوتریخوالو وروسته په دغه هېواد کې پوځي قانون (مارشلا) اعلان کړه.

د پلازمینې بنکاک په ګډون یې یو شمېر مهمو سمیو اضافي سرتیري استولې دي.

د عکسونو البوم

پوځ ټولې سیاسي راډیو ګانې او تلویزیونونه تړلې خو وايي دغه کار یې یوازې د امنیت دټینګښت لپاره کړی او حکومت لا هم په واک کې دی.

که څه هم وزیران د پوځ له دې ګامه خبر نه وو او حکومتي پلوي خلک وايي دوی به خپلو لاریونو ته دوام ورکوي.

د دغه حیرانونکي اعلان له کبله پوځ ته د خپلو امرونو پلي کولو لپاره پراخ اختیارات تر لاسه شوي دي.

د پوځ په وینا د هېواد امینت خوندیتوب اقداماتو ته باید د کودتا په نظر و نه کتل شي. دغه هېواد کې د ملکي حکومت او اپوزېسیون تر منځ له څه مودې راهیسې ناندرۍ روانې دي، چې له کبله یې پوځ نظامي حکومت رامنځته کړی.

د دغه هېواد د موقت لومړي وزیر امنیتي سلاکار وايي، پوځ د خپلې پرېکړې لړ کې له حکومت سره مشوره نه ده کړې.

بل لور ته د پوځ یوه ویاند ویلي، چې د نوي مارشلا قانون له پلي کېدو سره به اوسنی حکومت نه اغېزمن کېږي او حکومت به په واک کې پاتې شي.

بنکاک کې د بي بي سي یو خبریال جوناتهن هیډ وايي، د پوځ فعالیت، چې د دوی په وینا د وسلو کارونکو د مخنیوي په موخه تر سره شوی، د ټولو لپاره حیرانونکی دی.

د خبریال په وینا، پوځ په خپل اعلان کې ویلي، چې د امنیتي چارو واګې یې په خپل لاس کې اخیستې او له دې وروسته به د بنکاک پر سړکونو ډېر پوځیان لیدل کېږي.

د واکمن او مخالف ګوند له لوري د مظاهرو او او احتجاجونو لړۍ روانه وه. دغه هېواد کې له دې مخکې ۲۰۰۶ کال کې پوځ پر واک ولکه ټینګه کړه.

د تايلنډ دولتي تلویزیون نه په یوه خپاره شوي اعلان کې ویل شوي، چې هېواد کې مارشلا لګول شوی، چې امنیت ټینګ وساتل شي.

په اعلان کې ویل شوي، چې خلک باید له وېرې ترهې پرته خپلې ورځنۍ چارې پر مخ یوسي.

تایلنډ له څه مودې راهیسې له یوه سیاسي بحران سره مخامخ دی. مخالف ګوندونه غوښتنه کوي، چې باید چارې یوه غیر ټاکل شوي حکومت ته وسپارل شي.

اعلامیه د پوځ د مشر پریوت چان په لاسلیک خپره شوې، چې په کې د ۱۹۱۴ کال د یوه قانون یادوونه شوې.

د دغه قانون له مخې پوځ کولای شي، په کړکېچن حالت کې مداخله وکړي.

ورته مطالب