د لیلا یوې مچې ایرانیان په غوسه کړل

لیلا حاتمي د انځور حقوق AFP
Image caption لیلا په ایران کې له خپل ممثل مېړه علي صفا سره اوسېږي.

د سینمايي فلمونو (کان) نندارتون پرمهال د دغه نندارتون مشر جیل جاکوب ته د ایرانۍ ممثلې لیلا حاتمي مچې په ایران کې د خلکو سخته غوسه راپارولې ده.

لیلا حاتمي د کان سینمايي نندارتون د تحکیم ډلې یوه غړې وه.

خو جاکوب د مچې په غبرګون کې ویلي، چې "په لوېدیځ کې ماچې اخیستل یو دود دی".

ایراني رسنیو دا مچې د ایرانۍ مېرمنې "پاکوالي" ته د زیان په مانا بللې ده.

د نندارتون مشر پخپله ټویټر پاڼه لیلکي "آغلې حاتمي مې مچې کړه، په دې شېبه کې حاتمي زما لپاره د ټولې ایرانۍ سینما د استازې په توګه وه، چې په اصل کې ما د ایران سینما مچې کړې ده".

دی وايي "هېڅ داسې اندېښنه نه شته، چې ګني په لوېديځ کې مچې کول یو نادود کار دی".

بل خوا، د ایران د کلتور مرستیال وزیر حسین نوشابادي ویلي، په نندارتون کې د حاتمي راڅرګندېدل "مذهبي اعتقادونو ته سپکاوی دی".

لیلا حاتمي د ایران په یوه هنري کورنۍ کې زیږېدلې ده، چې د "بېلتون" په نامه فلم یې نړیوال شهرت پیدا کړ.

دغه فلم ایراني فلمي تولیدوونکي اصغر فرهاد جوړ کړی، چې د ۲۰۱۲ کال د غوره بهرني فلم اوسکار جایزه یې وګټله.

لیلا په ایران کې له خپل ممثل مېړه علي صفا سره اوسېږي.

د ایراني حکومت د ځوانو محافظه کارو خبریالانو ټولنې د حاتمي دا کړنه او جاکوب ته د هغې د لاس اوږدول نه منل کېدونکی او ناوړه عمل بللی دی.

د منځني ختيځ لپاره د بي بي سي مشر سبستین اشر وايي، حاتمي پړونی درلود، خو غاړه یې لوڅه وه.

اشر زیاتوي "د هغې پړونی او لوڅه غاړه د ایران په اسلامي جمهوریت کې یو ناوړه کار ګڼل کېږي".

ورته مطالب