د ملاریا ضد واکسین جوړولو کې د ماشومانو مرسته

د انځور حقوق science photo library
Image caption تجربه په تانزانیا کې پر ۱۰۰۰ ماشومانو شوې او د دوی له بدنه په یوه کلنۍ کې وینه د معاینې له پاره اخېستل شوې ده.

په تانزانیا کې هغه ماشومان چې د ملاریا په وړاندې په طبیعي توګه مصونیت لري له ساینس پوهانو سره د ملاریا ضد نوو واکسینونو په جوړولو کې مرسته کوي.

امریکایي ساینس پوهانو موندلې چې دوی داسې مکروب ضد مواد( انټي باډي) چې هغه مکروب په نښه کوي چې د ملاریا رامنځ ته کېدو سبب ګرځي.

دا مواد د موږکو بدن ته پېچکاري شوي او موږک یې له دې ناروغۍ ژغورلی دی.

د ساینس پوهانو دا ډله چې خپلې موندنې يې د ساینس په مجله کې خپرې کړي، وایي اوس دې ته اړتیا ده چې په انسانانو دا تجربه تر سره شي او د درملو پوره ګټه ثابته شي.

پروفیسور جک کورتېس چې د ایسلند په رهودي روغتون کې د نړیوالې روغتیا د څېړنې مشر دی وایي فکر کوي داسې پوره شواهد شته چې په دې برخه کې مرسته کولی شي.

ښاغلی کورتېس وایي “خو له دې سره سره دا سخت مکروب دی او مبارزه ورسره ګرانه ده. دې مکروب په میلیونونو کلونو وده کړې او زموږ د بدن له چلند سره بلد شوی دی. دا یو سخت غلیم دی.”

دا تجربه په تانزانیا کې په ۱۰۰۰ ماشومانو شوې او د دوی له بدنه په یوه کلنۍ کې وینه د معاینې له پاره اخېستل شوې ده.

د دغو ماشومانو یوې برخې له ملاریا سره مصونیت موندلی دی.

پروفیسر کورتېس وایي داسې ماشومان وو چې بدن یې له ملاریا سره مقاومت کړی خو ځينو بیا دا کار نه دی کړی.

دې ډلې موندلې چې ځینې ماشومانو د ناروغۍ په پیل کې له هغې سره مقاومت کړی و.

دوی په دې بریالي شوي چې سرې حجرې یې ملاریا بنده کړي او بدن ته د خورېدو لاره ونه مومي.

په موږکانو د تجربې په لړ کې دا ښوول شوې چې دا انټي بادي د واکسین په توګه کارېدلی شي.

د ساینس پوهانو ډله وایي چې دوی له دې تجربې خوښ دي خو زیاتوي چې نورو تجربو ته اړتیا ده.

په داسې حال کې چې لومړنۍ پایلې ګټورې دي او د سختې ملاریا مخه نیولی شي، خو تر هغو چې دا د ګټورو واکسینونو په توګه کارېدو ته چمتو کېږي باید ډېر کار وشي.

دا کېدی شي په یوازې توګه او یا له نورو درملو سره په ګډه وکارېږي.

د روغتیا د نړیوال سازمان د شمېرو له مخې ملاریا په ۲۰۱۲م کال کې۶۰۰۰۰۰ کسان وژلي دي.

د ملاریا له امله په سلو کې ۹۰ مړینه د افریقا په نیمه وچه کې وه.

ورته مطالب