امریکا: پولیسو وسله وال بریدګر وپېژاند

د انځور حقوق Reuters
Image caption پولیسو د جمعې په شپه د ډزو په ترڅ کې درې سپکې وسلې موندلې، چې د راجر اړوندې وي.

امریکا متحده ایالتونو کې پولیس وايي، هغه وسله وال کس یې پېژندلی چې د جمعې په شپه یې د ډزو په ترڅ کې ۶ کسان ووژل.

پولیس وايي، دا ۲۲ کلن ایلیټ راجر نومي کس دی چې د هالیووډ مخکښ فلم جوړونکي پیټر راجر زوی دی.

پولیسو خبري غوڼده کې وویل، چې ایلیټ راجر په خپل کورکې درې کسان د چاقو په وسیله ووژل.

د پولیسو په وینا له دې وروسته هغه د سانتا باربرا ښار په اسلا وسټا سیمه کې په یوه تور رنګه بی ایم ډبلیو موټر کې راووت او په خلکو يې ډزې وکړې.

د پولیسو په وینا، ایلیټ راجر له پولیسو سره په نښته کې ووژل شو د هغه په سر مرمۍ لګېدلې وه او هغه يې په خپل موټر کې مړ وموند.

د سانتا باربرا د سیمې پولیس افسر بل براون وویل، داسې ښکاري چې نوموړي پولیسو سره په نښته کې خپل ځان وواژه.

څیړونکي په یو ټيوب کې خپره شوې یوه ویډویو څېړي چې په هغه کې یو کس په موټر کې ناست دی او خپل ځان ایلیټ راجر ښيي او وايي چې له بشریته غچ اخلي.

پولیس وايي، چې په دې پېښه کې اووه کسان ټپیان شوي.

پولیس افسر براون وویل، دا روښانه ده چې برید کوونکي ذهني پریښاني درلودې او دا د یوه لیوني کس کار دی.

هغوی وویل چې پولیسو د جمعې په شپه د ډزو په ترڅ کې درې سپکې وسلې موندلې چې په قانوني ډول اخیستل شوې وې او دا درې واړه وسلې د راجر وې.

ورته مطالب