د تایلنډ شاهي کورنۍ د کودتا د مشر ملاتړ وکړ

د انځور حقوق Reuters
Image caption جنرال پیریوت د شاهي کورنۍ د ملاتړ ترلاسه کولو وروسته وویل ژر به په هېواد کې ټاکنې ترسره شي.

د تایلنډ شاهي کورنۍ په پلازمېنه بنکاک کې د یوې غوندې پرمهال د دغه هېواد د پوځي مشر چې تېره اوونۍ یې پوځي کودتا وکړه خپل ملاتړ اعلان کړ.

د پوځ مشر جنرال پیریوت چان هوچا په رسمي توګه وګومارل شو چې د تایلنډ مشري وکړي.

خو په دې اړه په جوړې شوې غونډې کې د تایلنډ ۸۶ کلن پاچا بهومبول اډیوليډیج ګډون نه درلود.

جنرال پیریوت چې سپین ینفورم یې په تن و د دوشنبې په سهار د شاهي کورنۍ له ملاتړه برخمن شو.

شاهي کورني ویلي چې جنرال پیریوت یې په هېواد کې د سولې او ثبات د ټینګولو په خاطر د هېواد د سولې او نظم د ملي شورا د مشر په توګه ټاکلی دی.

په تایلنډ کې پاچا ته ډېر درناوی کېږي او د شاهي کورني ملاتړ ته د پوځي مشر واک ته د مشروعیت ورکولو په نظر کتل کېږي.

جنرال پیریوت له غونډې وروسته په خبرو کې وویل تر ټولو مهمه په هېواد کې د سولې او نظم ساتنه ده.

د هغه په وینا ډېر ژر به په تایلنډ کې ټاکنې ترسره شي خو دقیق وخت یې ونه ښود.

پوځي مشر دغه راز وویل چې که مظاهرې دوام وکړي نو له زوره به کار واخلي.

په تایلنډ کې پوځ تېره اوونۍ واک واخیست او ویې ویل چې غواړي هېواد ته له څو میاشتنیو نارامیو وروسته ثبات راولي.

تر پوځي کودتا دمخه شپږ میاشتې مظاهره کوونکو هڅه کوله چې پخوانۍ صدراعظمه ینګلک شینواترا له واکه لري کړي.

په دې موده کې د مظاهرو پرمهال ۲۸ کسان ووژل شول او په سلګونه نور ټپیان شول.

په تایلنډ کې پوځي کودتا چې په ترڅ کې یې منتخب حکومت لری کړای شو له پراخو نړیوالو او کورنیو نیوکو سره مخامخ شوې ده.

سره له دې چې پر مظاهرو بندیز لګول شوی په پلازمېنه بنکاک کې یو شمېر خلکو احتحاج وکړ.

کارپوهان وايي چې پوځي کودتا به ونه شي کولای چې د تایلنډ ویشلې ټولنې سره یوه کړي.

ورته مطالب