د هند صدراعظم له خپل پاکستاني سیال سره ولیدل

د انځور حقوق Reuters
Image caption ویل کېدل چې ښاغلی مودي به له خپل پاکستاني سیال نه وغواړي چې د لشکر طیبه ډلې اورپکي کنترول کړي.

د هندوستان صدراعظم نرېندرا مودي له خپل پاکستاني سیال نواز شریف سره له لُوړې کولو وروسته ولیدل.

دواړو چارواکو له نژدي یو ساعت خبرو دمخه له یو بل سره لاس ورکړ او مسکا یې پر شونډو وه.

د دوشنبې په ورځ ښاغلي شریف د ښاغلي مودي د لُوړې په مراسمو کې په دې هیله ګډون وکړ چې د دواړو هېوادونو اړیکې سره ښې شي.

خبریالانو ویل چې د هندوستان او پاکستان دغه چارواکي به د سوداګرۍ په اړه خبرې وکړي خو امنیتي مسایل هم د هغوی د خبرو په اجنډا کې شامل دي.

په ۱۹۴۷ کال کې د خپلواکۍ له ترلاسه کولو وروسته هندوستان او پاکستان په خپلو مینځو کې درې ځل جګړې کړې دي.

هندوستان او پاکستان چې دواړه اتوم لرونکي سیالان دی په خپلو کې د بې باورې ژور تاریخ لري.

په پاکستان کې ډېر خلک ښاغلي مودي ته په ۲۰۰۲ کال کې په ګجرات ایالت کې د مسلمانانو ضد بلاګانو له امله د شک په سترګه ګوري.

هغه مهال نرېندرا مودي د ګجرات ایالت اغلی وزیر و.

خو په یوه حیراوونکي اقدام کې تېره اوونۍ ښاغلي مودي د پاکستان صدراعظم ته بلنه ورکړه چې د هغه د لُوړې په مراسمو کې ګډون وکړي.

ښاغلي شریف دغه بلنه یوه ښه ګړۍ او فرصت وباله چې په وینا یې د دواړو هېوادونو په اړیکو کې یوه نوې پاڼه په کې واړول شي.

لشکر طیبه

د نواز شریف او نرېندرا مودي ترمنځ د خبرو اجنډا په اړه جزییات نه وو په ډاګه شوي خو خبریالانو ویل چې ښاغلی مودي به له خپل پاکستاني سیال نه د هندوستان له ډېرې مودې راهیسې غونښتنه بیا وکړي چې وايي پاکستان دې د لشکر طیبه ډلې اورپکي کنترول کړي چې د پاکستان له خاورې فعالیت کوي.

هندوستان په ۲۰۰۸ کال کې په ممبي کې د بریدونو پړه پر همدې ډلې اچوي او اوس دغه ډله تورنه شوې چې تېره اوونۍ یې د افغانستان په هرات ولایت کې هم د هندوستان پر قونسلګرۍ برید وکړ.

ولسمشر حامد کرزي د دوشنبې په ورځ د هندوستان له یوه تلویزیون سره په خبرو کې وویل "د لویدیځو استخباراتو له خوا موږ ته په راکړل شویو معلوماتو کې ویل شوي چې پر قونسلګرۍ برید کوونکي د لشکر طیبه ډلې غړي وو."

ولسمشر حامد کرزي لومړنی بهرنی مشر و چې د سې شنبې په سهار (غبرګولي په شپږمه) یې له ښاغلي مودي سره ولیدل.

ولسمشر کرزي دغه راز د سریلنکا، نیپال، مالدیف، بوټان او بنګله دېش له مشرانو سره هم ولیدل.

بي جی پي

د ښاغلي مودي بي جی پي ګوند د هندوستان په ټاکنو کې داسې بری ترلاسه کړ چې په تېر ۳۰ کلونو کې په دومره پراخ اکثریت کوم ګوند ټاکنې نه وې ګټلې.

دا لومړی ځل و چې د سیال هېواد پاکستان صدراعظم د هندوستان د صدراعظم د لُوړې په مراسمو کې ګډون وکړ.

ورته مطالب