نایجریا پوځ ته د یرغمل شویو نجونو ځای معلوم دی

د انځور حقوق AP
Image caption پوځ وايي:که له زوره کار واخلو د نجونو ژوند ته به ګواښ جوړ کړو.

په نایجېریا کې پوځ وايي، هغه ځای ورته معلوم دی، چې د وسله والو لخوا شپږ اونۍ وړاندې تر دوو سوو زیاتې د ښوونځي تښتول شوې نجونې پکې ساتل کېږي، خو د هغوی د راخوشې کولو لپاره یې د ځواک له کارولو انکار کړی دی. د نایجېریا د پوځ لوی درستیز الېکس بادېه په پلازمېنې ابوجا کې مظاهره چیانو ته په خپله وینا کې وویل، چې دا خبره نشي په ډاګه کولی، چې یادې شوې نجونې په کوم ځای کې دي، خو ژمنه یې وکړه، چې پوځ به یې د وسله والو له منګولو راخوشې کړي:

' موږ خپلې نجونې بېرته غواړو. خو زه تاسې ته ویلای شم، چې موږ دا کار کولای شو. زموږ پوځ د هغوی د راخوشې کولو جوګه دی. خو په هغه ځای کې چې هغوی ساتل کېږي، په زور نشو ورتلای. که له زوره کار واخلو د نجونو ژوند ته به ګواښ جوړ کړو. موږ په خپل کار ښه پوهېږو. موږ د ژغورنې د هڅو په نامه په لوی لاس خپلې نجونې نشو وژلای. '

جوړجاړی

له دې نه مخکې بي بي سي ته معلومه شوې وه، چې د یو شمېر نجونو خوشي کېدو لپاره یو جوړجاړی کېدونکی و، خو خو د نایجریا حکومت له دې نه په شا شو.

نایجریاکې د چیبوک سیمې له یوه ښوونځي نه اپریل میاشت کې د بوکو حرام وسله والې ډلې له ۲۰۰ ډېرې زده کونکې نجونې وتښتولې، چې تر اوسه یې برمته ساتلې دي.

د نایجریا حکومت پر ضد ۲۰۰۹ کال کې د بوکوحرام سخت دریځو له تاوتریخوالي ډکو فعالیتونو پیلېدو او ځوابي جګړو کې تر اوسه زرګونه کسان وژل شوي دي.

ورته مطالب