هند د جنسي تېري او وژنې په تور درې کسان نیولي

د انځور حقوق

په هند کې د دوو نجونو د ډله ییز جنسي تېري او وژنې د قضیې په تړاو د یوه پولیس په ګډون لږ تر لږه درې کسان نیول شوي دي.

په شمالي ایالت اترپردېش کې پولیس وايي، دوی لا هم د پولیسو د یوه ساتنمن په ګډون په دوو کسانو پسې لټه کوي.

په ټیټ ټولنیز پوړ پورې اړوندې دغه نجونې د چارشنبې په ورځ د آم په یوې ونې کې په ځوړند حالت موندل شوې وې.

درې تنه پولیس له دې کبله له دندو لرې شوي، چې له موندل کېدو یوه شپه مخکې یې د دغو نجونو د ورکېدو رپوټ نه و ثبت کړی.

کلیوال وايي، پولیسو په لومړیو کې د دغې وژنې په اړه له پلټنو انکار کاوه، خو کله چې دوی د مړو تر څنګ خاموش اعتراض پیل کړ، په دې اړه یې د څېړنو کولو هوکړه وکړه.

د یوې وژل شوې نجلۍ پلار ویلي، کله یې چې له پولیسو د خپلې لور د ژغورنې مرسته وغوښته، ملنډې پرې ووهل شوې.

دی دا هم وايي، کله چې پولیسو د هغه وژل شوې لور ومونده، "له شرمه یې زما د لور مړي او ما ته نه شوای کتلی".

د قرباني شویو نجونو عمرونه د ۱۴ او ۱۶ ترمنځ دي.

په هند کې له تېرو څو کلونو راهیسې پر نجونو د جنسي تېري پېښې ډېرې شوې دي.

پولیس وايي، دواړې قربانی شوې نجونې د دوو وروڼو لوڼې دي.

د یوې قرباني شوې نجلۍ پلار بي بي سي ته ویلي "کله چې د خپلې لور د ورکېدو په اړه زه د پولیسو تاڼې ته د شکایت ثبتولو لپاره ولاړم، له ما نه لومړۍ پوښتنه زما د ټولنیز پوړ پوښتنه وه. کله چې دوی پوی شول، چې د ټولنې د ټیټ پوړ سړی یم، ملنډې یې راباندې ووهلې او زما غوښتنه یې رد کړه".

په تېر اپریل کې د هند یوې محکمې درې کساند جنسي تېري په جرم په مرګ محکوم کړل.

او د روان کال د جنورۍ پر ۲۳، د هند په لويديځ ایالت بنګال کې ۱۲ سړيو پر یوې ښځې جنسي تېری کړی و، چې د پولیسو د کليوالي شورا مشر او ۱۲ تېري کونکي نیولي وو.

ورته مطالب