د بښنې نړیوال سازمان: پاکستان دې د خبریالانو ژوند خوندي کړي

د انځور حقوق AMNESTY INTERNATIONAL
Image caption د بښنې نړیوال سازمان پر نوازشریف غږ کړی چې پر خبریالانو بریدکونکي پرې نه ږدي چې له مصونیته برخمن وي.

د بښنې نړیوال سازمان، امنیستي انټر نشنل د خبریال سلیم شهزاد د وژنې د دریم تلین په مناسبت پر پاکستاني چارواکو غږ کړی چې د دغه هېواد استخباراتي اداره ای اېس ای پر خبریالانو د برید پر تړاو وپوښتي.

د بښنې نړیوال سازمان پر داسې مهال دا خبره کوي چې د خبریال شهزاد سلیم د تښتونې او بیا وژنې دریم تلین دی.

د امنیستي انټرنشنل د اسیا ارام سمندر د څانګې مرستیال دېوېد ګرېفیټس وایي، که چېرې پر خبریالانو بريد کوونکو ته سزا ورنه کړله شي او هغو د قانون منګولو ته ونه سپارل شي نو دا به په پاکستان کې د ازادو رسنیو پر کارکوونکو بریدونو مسولینو ته مصونیت ورکړي.

د بښنې نړیوال سازمان او د بشري حقونو لسو نورو ادارو پر لومړي وزیر نوازشریف غږ کړی چې هغه کسان چې پر خبریالانو بریدونه کوي پرې نه ږدي چې ازاد وګرځي او له مصونیته برخمن وي.

د خبریال سلیم شهزاد وژنه ښيي چې په پاکستان کې هره ورځ خبریالان له ګواښونو سره مخ دي. دا د منلو نه ده چې د پاکستان استخبارات یانې ای اېس ای په پوره او بې طرفانه توګه د شهزاد سلیم د وژنې پلټنه نه شي تر سره کولی.

د ښاغلي دېوېد ګرېفتس په وینا، سلیم شهزاد د پاکستان په زړه، پلازمېنه اسلام اباد کې په رڼا ورځ وتښتول شو.

د امنیستي انټرنشنل په وینا پاکستان باید سملاسي د شهزاد د وژنې په برخه کې جنایي پلټنه بیا پیل کړي چې لومړي وزیر نواز شریف یې څو ځلې د ترسره کړلو ژمنه کړې وه.

څو ورستیو ورځو وښودله چې په پاکستان کې د رسنیو حالت څومره د اندېښنې وړ دی.د معافیت مسله به په دې برخه کې حالات لا کړکېچن کړي او تاوتریخوالي ته به لاره هواره کړي.

تېره میاشت په کراچۍ کې د جیو تلویزیون پر خبریال حمید میر برید وشو او ټپي شو، ښاغلي نور پر پاکستاني استخباراتو تور ولګاوه چې د هغه د وژنې هوډ یې لاره.

د امنیستي انټرنشنل

خو د ښاغلي ګريفیټس په وینا که ای اېس ای بې ګناه وي نو ولې د پلټنې د ترسره کولو له چارې وېره لري؟

هغه زیاتوي، موږ تر هغه مهاله دا نه شو ویلی چې څوک د خبریالانو پر وړاندې پر بریدونو پړه دي تر هغو چې په دې برخه کې پوره پلتټنه تر سره نه شي.

دېوېد وایي، تر هغو چې څوک پړ ونه خېژي تر هغو مشکوک کسان ګرم نه دی او باید په دې برخه کې له نړیوالو معیارونو سره سم عادلانه محکمه تر سره شي.

د پاکستان خبریالان چې د بریدونو تر ګواښونو لاندې دي د دې حق لري چې له ځورونو خوندي شي.

امنیسټي انټر نشنل زیاتوي، د پاکستان لومړی وزیر نواز شریف مسولیت دی چې د خبریالانو د خوندیتوب ضمانت وکړي.

په دې توګه باید د پاکستان حکومت د شهزاد د وژنې په برخه کې پلټنه سملاسي پیل کړي او د خبریالانو ژوند ته پام وکړي چې له زیاتي ګواښونو خوندي پاتې شي.

ورته مطالب