پر حلب بیلري بمونو نژدې ۲۰۰۰ کسان وژلي

د انځور حقوق AFP
Image caption د سوریې حکومت له ۲۰۱۲ کال راهیسې پر حلب ښار له پاڅون کوونکو سره د دغه ستراتیژیک ښار د پوره کنټرول پر سر جنګېږي.

د سوریې د بشري حقونو فعالینو ویلي، سږ کال تر اوسه د سوري حکومت له لوري پر شمالي حلب ښار د بیلري بمونو له کبله نژدې دوه زره خلک وژل شوي دي.

دغه سازمان وايي، حکومت په هوايي بریدونو کې پر حلب ښار داسې بیلري بمونه او وسلې کارولي، چې یوازې له تېر جنوري راهیسې یې لږترلږه ۱۹۶۳ ولسي وګړي وژلي دي.

د سازمان په وینا، په وژل شویو کې ۵۶۷ ماشومان دي.

لندن مېشتي دغه سازمان دا هم ویلي، چې فعالانو یې پخپلو راپورونو ثابته کړې ده، چې په هوايي بریدونو کې ۲۸۳ مېرمنې هم وژل شوې.

دوی وايي، چې د وژل شویو دغه شمېر له تېرې جنورۍ میاشتې پیل او د تېرې پنجشنبې تر ورځې پورې حساب شوی دی.

سازمان زیاتوي، که څه هم له سوري حکومت د نړیوالو غوښتنې ډېرې شوې، چې د ډله ییزې وژنې وسلې ونه کاروي، خو حکومت په وروستیو کې د چاودېدونکو بیرلي بمونو کارول ډېر کړي دي.

ملګرو ملتونو ویلي، د حکومت له لوري د حلب د استوګنې پر سیمو د بیلري بمونو کارول په ښکاره له نړیوالو او بشري قوانینو سرغړونه ده.

د سوریې حکومت له ۲۰۱۲ کال راهیسې پر حلب ښار له پاڅون کوونکو سره د دغه ستراتیژیک ښار د پوره کنټرول پر سر جنګېږي.

د سوریې جنګي الوتکو له تېر دسمبر میاشتې راهیسې د حلب پر هغو سیمو بمباري پیل کړې ده، چې د حکومت مخالفانو په ولکه کې دي.

نړیوالې ټولنې او د بشري حقونو فعالو ډلو ددغو وسلو کارولو غندلي او دا یې یو وحشیانه عمل بللی دی.

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption د سوریې د د بشري حقونو سازمان د حکومت دغه کړنه "جنګي جرم" بللی و، او نړیوالې محکمې ته یې د مجرمینو د کشولو غوښتنه کړې وه.

په بیروت کې د بي بي سي خبریال جیم میور وايي، دغه چاودېدونکي بیلر معمولاً له الوتکو راغورځول کېږي چې پر ځمکه له لګېدو سره زوروره چاودنه رامنځ ته کوي، او شاوخوا سیمې ویجاړوي.

د سوریې د د بشري حقونو سازمان د حکومت دغه کړنه "جنګي جرم" بللی و، او نړیوالې محکمې ته یې د مجرمینو د کشولو غوښتنه کړې وه.

بل خوا، د ترکیې اناتول خبري اژانس ویلي، د سوریې د جنګي الوتکو له لوري د هوايي بریدونو په ډېرېدو سره ترکیې ته د سوري کډوالو د ورتګ څپې ډېرې شوې دي.

دغه اژانس وايي، یوازې په تېرو درو ورځو کې ۴۵۰۰ سوري وګړي د ترکیې جنوب ختیځ ته اوښتي دي.

ورته مطالب