د امیتاب بچن نوی فلم

Image caption امیتاب بچن د هند له نوي ټاکل شوي لومړي وزیر نرېندرا مودي سره.

د هندي فلمونو یوه بریالي فلم جوړونکي ار بالکي د نوي فلم جوړولو اعلان کړی.

نوموړي له دې مخکې د 'چیني کم' او 'پا' په نوم فلمونه جوړ کړي، چې ډېر بریالي بلل شوي دي.

دغو دواړو فلمونو کې د هند مشهور فلمي ستوري امیتاب بچن رول لوبولی و.

نوموړي د خپل نوي فلم نوم 'شمېتاب' ایښی دی.

دغه فلم تر هغه مهاله له نومه محروم و، چې نیمه برخه یې جوړه شوې وه.

له امیتاب سره سره دغه فلم کې د سویلي هند مشهور فلمي ستوری دهنش هم رول لوبوي.

د فلم جوړولو لړۍ په ساحلي ایالت ګوا او سیل ځای اوټي کې روانه ده.

بل لور ته بالیووډ کې نسبتاً نوې فلمي څېره، پرینیتي چوپړه وايي داسې کومه هیله نه لري، چې د هندي فلمونو له دریو مشهورو ستورو، شاه رخ، عامر خان او یا هم سلمان خان سره په کوم فلم کې رول ولوبوي.

د نوموړې په خبره له سلمان خان او شاه رخ خان سره یې د فلم رول وړاندیز رد کړی دی.

د هغې په وینا له زړه غواړي، چې فلمونو کې له ځوانو فلمي ستورو سره رول ولري، ځکه وايي په دغه ډول فلمونو کې د فلم دواړه نارینه او ښځینه ستورو ته د یو ډول رول لوبولو زمینه برابریږي.

رپوټونو کې ویل شوي، چې اوس نوموړې وايي، خبرې یې ګډې وډې او له معانا او مفهومه پرته وړاندې شوې دي.

پرینیتي ۲۰۱۱ کال کې د هند فلمي نړۍ ته راغله او تر اوسه یې یوازې په څلورو فلمونو کې رول لوبولی دی.

ورته مطالب