ډیلي کې توپان نهه کسان وژلي، ۲۵ ټپیان دي

د انځور حقوق AP
Image caption له توپان وروسته ښار کې د میټرو او ترافیک تګ راتګ له خنډ او ځنډ سره مخامخ شو.

د هندوستان پلازمېنه ډيلي او شاوخوا سیمو کې د جمعې په ماښام زورور توپان نهه کسان وژلي او ۲۵ نور یې ټپیان کړي دي.

شپږ کسان ډیلي ښار کې وژل شوي او درې نور یې شاوخوا سیمو کې د دغه توپان له کبله وژل شوي دي.

د هند پي ټي ای خبري اژانس په رپوټ کې ویل شوي، چې توپان نه یوازې دغه ښار کې ترافیکي تګ راتګ ګډوډ کړ، بلکې الوتنې یې هم له خنډ او ځنډ سره مخامخ کړې.

د ډیلي اندراګاندي هوايي ډګر چارواکي وايي، د توپان له کبله ۱۲ الوتنې وځنډېدې او وروسته د الوتنو لارې هم بدلې کړل شوې.

د پي ټي ای په رپوټ کې ویل شوي، چې د توپان له کبله د ښار برېښنا سیسټم هم اغیزمن شو او په ځینو سیمو کې څو ساعته وروسته هم برېښنا پرچاو وه.

د ډیلي پولیسو په وینا د ښار په مختلفو سیمو کې د برېښنا مزو لوېدو، ونو او دیوالونو اوښتو له کبله ۶ کسان وژل شوي او ۱۳ نور ټپیان دي.

مالي زیان

د پولیسو په وینا غازي اباد سیمه کې د توپان له کبله ۳ کسان وژل شوي او ۱۲ ټپیان دي.

رپوټونو کې ویل شوي، چې د توپان له کبله ودانیو ته هم زیان اوښتی.

د ډیلي ښار او شاخوا سیمو کې له چټکو بادونونو وروسته، چې په یوه ساعت کې ۹۰ کیلومتره چلېدل، ګڼ باران وشو.

له توپانه وروسته زرګونه کسان په میټرو سټېشنونو کې ایسار پاتې وو او پر سړکونو ترافیکي تګ راتګ په ټپه ولاړ و.

د هوا پېژندنې اداره وايي، احتمال شته، چې تر دوو نورو ورځو پورې همداسې موسم وي.