امریکا: چين بې ثباته کوونکی ځواک دی

د انځور حقوق AFP
Image caption ښاغلي هګېل وویل، کله چې هېوادونه نړیوال اصول تر پښو لاندې کوي، دوی غلي نه شي پاتې کېدلی.

د امریکا د دفاع وزیر چک هګېل بجینګ د چین په جنوبي سمندر کې په بې ثباتۍ تورن کړی او په تایلند کې یې له کودتاچي مشرانو غوښتي چې دموکراسي ټینګه کړي.

نوموړي پر چین تور پورې کړچې په سیمه کې اوږد مهاله بې ثباتي غواړي.

ښاغلي هګېل وویل، کله چې هېوادونه نړیوال اصول تر پښو لاندې کوي، دوی غلي نه شي پاتې کېدلی.

د امریکا د دفاع وزیر په سینګاپور کې دا څرګندولې کولې چې د شانګري – لا ديالوګ درې ورځنۍ غونډې ته ورغلی دی. په دې خبرو اترو کې د امریکا متحد ایالتونه او د جنوب ختیځې اسیا هېوادونه ښکېل دی.

نوموړي پر تایلندي مشرانو غږ وکړ چې هېواد ته ژر تر ژره دموکراسي بېرته ورستنه کړي.

دا غونډه پر داسې مهال کېږي چې د چین، ویتنام او فلپين ترمنځ کړکېچ په زیاتېدو دی او د چین او جاپان ترمنځ هم د چین په ختیځ کې د ټاپوګانو پر سر لانجه شته.

دا کتنه به د سیمې د هېوادونو پلاوو ته موقع ورکړي چې مخامخ سره وګوري او کړکېچ ته د حل لارې ومومي.

د شبنې (مې ۳۱مه ) غونډه کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر چک هېګل وویل، په وروستیو څو میاشتو کې چین د چین په جنوبي سمندر کې د ځینو ټاپوګانو د نېولو هوډ کړی او په دې توګه یې په سیمه کې بې ثباتۍ ته لاره هواره کړې ده.

نوموړي زیاته کړه موږ د هر هېواد زور کارونې مخالف یو، د ده موخه د چین د وروستیو ګامونو وه چې په ختیځ سمندر کې یې ځینې ټاپوګان نېولي چې جاپان، فلپين او ویتنام ته نېږدې دي.

د ښاغلي هېګل په وینا د چین په ګډون ټول سیمه ییز هېوادونه حق لري چې سره یو شي او په سیمه کې ثبات رامنځ ته کړي، خبرې اترې سره وکړي او د سولې او ثبات په رامنځ ته راتګ کې مرسته وکړي چې میلیونونه وګړي تر ګټه پورته کړي.

خو چین د هغه څرګندونو ته غوسه ناک غبرګون ښوولی او د دې هېواد لوړ پوړي پوځي افسر وانګ ګوانژونګ وویل، د ښاغلي هېګل دا وینا له ګواښونو او زور ښوونې ډکه ده.

د چک هېګل په وینا، د جاپان وړاندیزونو ته هرکلی وایي چې د جمعې په ورځ د دې هېواد لومړي وزیر شنزو ابې څرګند کړل او په سیمه کې د ټیکاو د ټينګښت موخه لري.

ښاغلي هېګل په ټایلند کې د حالاتو په اړه وویل، د دې هېواد پوځي چارواکي باید هغه کسان پرېږدي چې نیولي یې دي او سملاسي ا زادې او عادلانه ټاکنې تر سره کړي.

د ده په وینا تر څو چې دا چاره نه وي شوې، د امریکا متحد ایالتونه به له تایلند سره هر ډول مرسته وځنډوي او له بنګاک سره به همکاري پرې کړي.

تر دې وړاندې د تایلند پوځي مشر پرېیوت چان اوچا د ټلویزیون له لارې په خپله وینا کې ویلي و چې ټاکنې به تر یوه کال مخکې نه کېږي.

نوموړي د ټاکنو په درشل کې درې پړاویز پلان اعلان کړ چې درې میاشتې به د پخلاینې پروګرام او یو کال وروسته به اساسي قانون کې اصلاحات راځي او بیا به ټاکنې کېږي.

د امریکا متحد ایالتونه او ټایلند اوږده ملګرتیا لري او په ځانګړې توګه په پوځي برخه کې ټینګه همکاري لري.

ورته مطالب