''د جنسي تېري پېښه دې مرکزي حکومت وڅېړي''

Image caption تېره شپه مظاهره چیانو د شمعو په بلولو خپل اعتراض روان وساته

د هند د شمالي ایالت اترپردېش مشر وزیر په دغه ایالت کې پر دوو نجونو د ډله ییز جنسي تېري او وژنې د قضیې په اړه د مرکزي حکومت د پولیسو د پلټنې غوښتنه کړې ده.

اکېلېش یادو دا سپارښتنه وروسته له هغې کړې، چې په پلازمېنې ډیلي کې مظاهره چیانو پولیس او حکومتي چارواکي په پېښه کې د لاس لرونکو کسانو په ژغورلو تورن کړل.

تېره شپه مظاهره چیانو د شمعو په بلولو خپل اعتراض روان وساته او د خپلواکۍ او بدلون نارې یې وهلې.

د قربانیانو خپلوان وايي، پولیسو د دغو نجونو له ورکېدو ساعتونه ساعتونه وروسته غبرګون ښودلی دی.

د مظاهره چیانو له ډلې یوې فعالې شریا اناسویا وویل، دا چې دا نجونې په ټیټ ټولنیز پوړ دلېت پورې اړوندې دي، مظاهره چیان په ځانګړي ډول په غوسه دي.

دا وايي: ''موږ په دې پېښې ډېر په غوسه یو او له همدې کبله نن ډېر خلک مظاهرو ته راووتل چې خپله غوسه او غم څرګند کړي. خلک له دې کبله په دغو مظاهرو کې ګډون کوي، چې وښیي چې دوی په هر ځای کې د تاوتریخوالي د قربانیانو ملاتړ کوي. هغه ښځې او مېرمنې د دا ډول پېښې پر وړاندې ډېرې زیانمنونکې دي، چې په ټیټ ټولنیز پورې اړه لري''.

دغه دوه نجونې له تښتولو څو ساعته وروسته چې ويل کېږي جنسي تېری هم پرې شوی و، په ونې پورې ځړول شوې وې.

د دغو نجونو کورنۍ وايي پوليسو ته يې په لومړيو کې د خپلو لوڼو د ورکېدو خبر ورکړ، خو هغوی ډېر وروسته اقدام وکړ.

ايالتي چارواکي وايي په دې اړه يې يو شمېر کسان نيولي او پلټنې روانې دي او هڅه يې دا ده چې قربانيانو ته عدالت ورسېږي.

په هند کې پر نجونو او ښځو د ډله ييز جنسي تېري ډېرې بېلګې ليدل شوي او تېر کال پر يوې ۲۲ کلنې نجلۍ د جنسي تيري پېښې حکومت اړ کړ، چې تېري کوونکو ته سخته سزا وټاکي.

ورته مطالب