"ګنګنم سټایل" تر ټولو ډیره لیدل شوې ویډیو

د انځور حقوق AP
Image caption د سای بله سندره "جنټلمن" هم پر يوټيوب ښه ځلېدلې

ګنګنم سټايل د يوټيوب لومړۍ وېډيو شوې، چې څه د پاسه دوه میلیارد ځله کتل شوې ده.

ګنګنم سټايل د جنوبي کوريا رپ سندرغاړي سای سندره ده چې ويډيو يې د ۲۰۱۲ کال د جولای میاشت کې خپره شوه.

له هماغه راهيسې دغې سندرې په نړيواله کچه د نڅا لېونتوب خپور کړی دی.

يوازې د کانډايي سندرغاړي جسټن بيېبر وېډيو، بېبي، چې يو ميليارډ ځله کتل شوې، پر يوټيوب ګنګنم سټايل ته نژدې بلل کېږي.

د کوريايي سندرغاړي سای د نڅا دغې وېډيو د هر چا ستيانه ګټلې، د ملګرو ملتونو له سرمنشی بانکيمون نيولې، د فيليبين يو زندان کې تر بنديانو پورې بېلابېلو ځايونو کې يې خلکو د ويلو نڅېدو هڅه کړې ده.

د ده بله سندره "جنټلمن" هم پر يوټيوب ښه ځلېدلې، او تر دې مهاله يې د کتلو شمېر نژدې ۷۰۰ ميليونو ته رسېدلی دی.

جنټلمن سندره بيا په خپل وار د دې ريکارډ څښتنه ده، چې په يوه ورځ ۳۸ ميليون ځله کتل شوې ده.

د جسټن بيېبر له سندرې وروسته "چارلي باېټ مای فېنګر" يا چارلي زما پر ګوته خوله ولګوله ويډيو پر درېيمه شمېره ده چې نژدې ۷۱۱ ميليون ځله کتل شوې ده.

خو پر يوټيوب تر ټولو زیاتو کتل شويو ۱۵ ويډيو ګانو ترمنځ، ۳ یې د کوريايی سندرغاړي سای دي.

دغه ۳۶ کلن هنروال ويلي، ستونزه یې د موسيقۍ ويډيو ده چې د ده پرتله يې ډېر نوم ګټلی دی، او لومړی څه چې بايد ويې کړي، پر موسيقۍ یې برلاسی دی.

ورته مطالب