اردوغان: په مظاهرو کې ''ګډون و نه کړئ''

د انځور حقوق AP
Image caption طیب ادرغان په دې لاریونونو کې له خلکو د برخې نه اخيستو غوښتنه کړې ده

د ترکې لومړي وزیر رجب طیب اردوغان ځوانو لاریون کوونکو ته خبرداری ورکړی چې د تېر کال لاریونونو د ياد په مظاهرو کې برخه وانخلي.

طیب اردغان دا خبرداری په داسې حال کې ورکوي چې مخالف ګوند په درست هیواد کې د لاریونونو اعلان کړی.

د راپورونو پر بنسټ حکومت په تقسيم څلور لارې کې د پیل کیدونکي لاریون د مخنیوي لپاره د زرګونو پولیسو د ګمارلو پریکړه کړې ده.

طیب ادرغان په دې لاریونونو کې له خلکو د برخې نه اخيستو غوښتنه کړې ده.

هغه وویل: ''یو کال وروسته هم ډېری خلک لاریونونو ته خلک رابولي خو اوس د ترکیې نوي ځوانان به د هغوی دې بلنې ته ښه راغلاست ونه وايي''.

تېر کال د ترکیې تقسيم څلورلارې ته نژدې د غازي پارک د بیارغونې پر خلاف لاریونونه پیل شول او دې لاریونونو هغه مهال زور واخیست چې پولیسو د لاریون کوونکو پر وړاندې له اوښلن کاز نه کار واخیست.

په دې لاریون کې ډېر خلک ووژل شول او زرګونه نور ټپیان شول.

تمه ده چې ده چې له انقرې پرته د ازمر، اتکيا په ګډون د هېواد په نورو ښارونو کې هم مظاهرې وشي.

د ۲۰۱۳ کال په مې مياشت کې مظاهره چيانو د تقسيم څلور لارې او غازي پارک ونيوه او دې حکومت هک پک کړ او حکومت اړ شو، چې د دوی پر وړاندې له زوره کار واخلي.

له دې وروسته طیب اردوغان په بد او فاسد نوم ډېر یادیده، تر دې بريده چې هغه ویبپاڼې، یوټیوب او ټويټر بند کړل.

ورته مطالب