فرانسه کې د حج نندارتون

د انځور حقوق
Image caption فرانسوي هنرمند لیون بیلي په ۱۹۶۱ کال مکې ته د تلونکو حاجیانو یو انځور کښلی دی.

تر لندن وروسته پاریس مکې مکرمې ته د حج د نندارتون کوربه توب کوي، نندارتون د پاچا عبدالعزیز د عامه کتابتون او پاریس کې د عربي نړۍ د انستېتوت په نوښت جوړ شوی.

د نندارتون پرانیستونکې غونډې ته د فرانسې ولسمشر فرانسوا اولاند هم ورغلی و، او دغه نندارتون یې د پاریس او ریاض ترمنځ په ادبي تارونو د ټینګو شویو اړیکو ‎بېلابېل رنګونه وبلل.

دا لومړی ځل دی، چې د فرانسې ولسمشر د اسلامي لرغوني کلتور نندارتون له نژدې ګوري:

''فرانسه تل غواړي، چې د نړۍ له نورو ولسونو، دینونو او کلتورونو سره نژدې اړیکي وپالي، نن فرانسه د دغو اسلامي کلتوري رنګونو د نندارتون کوربه توب کوي، په ځانګړې توګه د فرانسې مسلمان وګړي د خپل اصلیت او ایمان پر بنسټ خپل داسې کلتوري دود پالي، چې له شمالي افریقا او منځني ختيځ څخه سرچینه اخلي، او نن د دوی کلتور د یوه نندارتون په بڼه نړیوالو ته وړاندې کېږي''.

په نندارتون کې د اسلامي کتلور بېلابېل توکي، شخصي تاریخي اثار، مخطوطې، مجسمې او تاریخي نقشې مینه والو ته وړاندې شوې دي.

خو پوښتنه دا ده چې د دغه نړیوال اسلامي ګرځنده نندارتون لپاره ولې پاریس کوربه وټاکل شو، د سعودي عربستان د بهرنیو چارو مرستیال وزیر شهزاده عبدالعریز بن عبدالله یې لامل په ګوته کوي:

''ولې پاریس، په ریاض کې د پاچا عبدالعزیز عامه کتابتون پاریس کې د عربي نړۍ د عالي انستیتوت په ملتیا د عربي نړۍ او فرانسې ترمنځ د تاریخي او دوستانه اړیکو له کبله د حج نندارتون ته پاریس غوره ځای وټاکه''.

په نندارتون کې یولړ داسې تاریخي اثار هم اېښودل شوي، چې په تېر تاریخ کې د نړۍ له بېلابېلو برخو حاجیانو مکې ته ورسره وړي وو.

دغه نندارتون به تر راتلونکې اګست میاشتې د مینه والو پر مخ پرانیستی وي.

په نندارتون کې د لومړیو پېړیو او معاصر تاریخ ۲۳۰ کلتوري ټوټې، او داسې کمیابه مستند فلمونه هم نندارې ته وړاندې شوي، چې د اسلام د پنځمې بنا د تېر او تلپاتې تاریخ کیسې بیانوي.

د حج دغه نندارتون په داسې بڼه جوړ شوی، چې په اسانۍ سره هغو کسانو ته د حج کولو طریقه ورښيي، چې مخکې یې د حج د دغه یون توان نه درلود:

د انځور حقوق
Image caption دا لومړی ځل دی، چې د فرانسې ولسمشر د اسلامي لرغوني کلتور نندارتون له نژدې ګوري

''دغه نندارتون موږ خپل دین ته لا ډېر نژدې کوي، زه له دغه نندارتون ډېره متاثره شوې یم، ځکه چې موږ حج کولو ته هڅوي چې پر وخت پورې اړه نه لري''.

د نندارتون ننوتلو دروازه کې تماشا کوونکی لومړی اذان اوري، پر هنري ټوټو او تاریخي مستندو وثیقو یې سترګې لګېږي، چې په لیدو یې مکې ته د سړي د تللو لېوالتیا زیاتېږي.

د نندارتون په دویمه برخه کې د مکې مکرمې او مدینې منورې د ځینو هغو اسلامي ځایونو د پراختیايي پروژو نقشې او انځورونه دي، چې دا مهال یې د بیارغونې چارې دوام لري.

ورته مطالب