منځنۍ آسيا کې يواځنۍ امريکايۍ اډه وتړل شوه

د انځور حقوق RIA Novosti
Image caption امريکايۍ کې سي ١٣٥ ډوله الوتکې په دغه هوايي اډه کې ناستې وې

په قرغزستان کې د يوازنۍ امريکايي هوايي اډې د تړل کېدا رسمي مراسم ترسره شول.

د قرغزستان چارواکو، د منځنۍ آسيا په دغه هېواد کې د هغې امريکايي اډې د شتون د مهال نه غځولو پرېکړه وکړه چې په افغانستان کې د امريکايي پوځي عملياتو لپاره يې يو مهم لوژستيکي (د رسد رسولو) مرکز بلل کېده.

د بي بي سي خبريال عبدالجليل عبدالروسولوف له مناس هوايي اډې نه په خپل رالېږلي رپوټ کې وايي "دا به وروستى ځل وي چې په دغه اډه کې د امريکا ملي سرود غږول کېږي."

د امريکا پوځ په ٢٠٠١ م کال کې د سپتمبر د يوولسمې له پېښې وروسته د مناس هوايي اډه جوړه کړه.

امريکايۍ کې سي ١٣٥ ډوله الوتکې په دغه هوايي اډه کې ناستې وې.

دغو الوتکو،د افغانستان پر سر الوتونکو امريکايي جت الوتکو ته، په هوا کې د الوتنې پر مهال سون توکي رسول.

افغانستان ته تللى نژدې هر امريکايي سرتيرى، هغه هېواد ته د ورتگ او يا هم امريکا ته د بېرته ستنېدو پر مهال پر مناس هوايي اډې تېر شوى.

خو اوس دا اډه نژدې تشه ده.

تاسو نور د پوځي الوتکو د ناستې او يا پورته کېدو غږونه نه اورئ.

دلته نور داسې توکي نه شته چې د جگړې ډگر ته دې واستول شي.

د اډې واټونه تش دي، او په هغو تفريحي ځايونو کې چې ماموريت ته تلونکو سرتيرو لپاره جوړ شوي و هم څوک نه شته.

د مناس هوايي اډې د واگو لېږد په مراسمو کې د دغې اډې قومندان، قرغز چارواکو ته په سمبوليک ډول يوه کلي (کونجي) ورسپارله.

دا د يوۀ پېر يا دورې پاى دى، په مرکزي آسيا کې د امريکا د شتون پاى. قرغزستان يوازنى هېواد دى چې د دواړو روسي او امريکايي اډو کوربه و.

په منځنۍ آسيا کې د مناس هوايي اډه داسې مهال تړل کېږي چې د لوېديځ او روسيې ترمنځ ترنگلتيا په ډېرېدو ده.

ورته مطالب