اسراییل وايي، د امریکا څرګندونو خواشیني کړي

Image caption د اسرایلو لومړي وزیر بېنیامین نتنیاهو نړیوالې ټولنې ته خبرداری ورکړ، چې نوی فلسطینی حکومت په چټکۍ په رسمیت و نه پېژني.

اسرایلي چارواکو ویلي، د امریکا پر هغو څرګندونو ډېر خواشیني شوي، چې په ترڅ کې یې د فلسطین له نوي ګومارل شوي حکومت سره د کار کولو نیت څرګند کړی دی.

د اسرایلو کابینې د فلسطین له نوي حکومت سره له دې کبله د خبرو اترو کول رد کړي، چې په چوکاټ کې یې حماس ډلې ته هم ونډه ورکړل شوې ده. دغه ډله د اسرایلي دولت له شتون سره مخالفه ده.

د امریکا حکومت پر حماس ډلې بندیزونه لګولي او د قانون له مخې له فلسطینیانو سره د امریکا له مرستې حماس او ورپورې تړلې ډلې ګټه نشي اخېستی.

خو د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي، د فلسطین نوی حکومت له داسې ټېکنوکراتانو جوړ شوی، چې په مسقیم ډول په حماس پورې اړه نه لري او په وینا یې دوی به د حکومت پر کړنو قضاوت کوي.

له دې مخکې د اسرایلو لومړي وزیر بېنیامین نتنیاهو نړیوالې ټولنې ته خبرداری ورکړ، چې نوی فلسطینی حکومت په چټکۍ په رسمیت و نه پېژني.

الفتح او حماس ډلې په ۲۰۰۷ کال کې سره بیلې شوې خو اوس په اپریل میاشت کې دواړو د سولې هوکړه لاسلیک کړه.

الفتح د لوېدېځ اردن د ځینو سیمو واک په لاس کې لري او غزه چې هېڅ وخت یې اسراییلو ته تسلیم نه کړه د حماس تر واک لاندې ده.

اسراییل، اروپايې اتحادیه، کاناډا او جاپان حماس یوه ترهګره ډله بولي.

د الفتح او حماس ډلې د یو ځای کېدو موخه د راتلونکي کال ټاکنو ته چمتو کېدل دي.

تېره میاشت امریکا د دغې هوکړې له کبله خواشیني څرګنده کړه او خبرداری یې ورکړ چې دې سره به اسراییلو سره د سولې راوستو هڅو ته زیان ورسېږي.

ورته مطالب