د روبوټونو په اړه تر ټولو ستر څېړنيز پروگرام

د انځور حقوق
Image caption تمه ده چې د روبوټونو نړیوال بازار ارزښت ۲۰۲۰ کال پورې د کال ۸۲ ملیاردو ته ورسېږي

اروپايي کميسيون او ايو روبوټيکس په نامه صنعتي ډله چې د ١٨٠ شرکتونو او څېړنيزو کړيو استازيتوب کوي، د روبوټونو په تړاو يو ترټولو لوى څېړنيز پروگرام پيل کړى.

دغه کميسیون تمه لري چې د روبوټونو نړیوال بازار ارزښت ۲۰۲۰ کال پورې د کال ۸۲ ملیاردو ته ورسېږي.

کميسیون وايي چې د ډېرو اتوماتيکو وسيلو په مټ د کارونو ترسره کېدل به په اروپا کې له صنعتي کارخانو سره مرسته وکړي چې خپلو چارو ته دوام ورکړي او اړې نه شي چې ځینو هغو هېوادونو ته خپل کارونه ولېږدوي چې د کارګرو تنخواګانې په کې لږې دي.

دغه راز اروپايي کمېسیون ګومان کوي چې د بې چلوونکو گاډو ، د جراحۍ ماشینونو، او صنعتي بې پيلوټو الوتکو په برخه کې پانګونه کولای شي چې نه یوازې د ژوند معیار ښه کړي بلکې اقتصاد هم ورسره وده وکړي.

اروپايي اتحادیه به په دې برخه کې د پانګونې لپاره د اوو کلونو په اوږدو کې څه کم یو ملیارد ډالر ورکړي او نژدي درې ملیارده ډالر پانګونه به د صنعت کارانو له خوا وشي.

اروپايي کمېسیون ادعا کوي چې له دې سره به په ټوله اروپا کې نژدي نیم میلیون کاري زمېنې برابرې شي.

ورته مطالب