سعودي کې کورونا ویروس ۲۸۲ کسان وژلي

Image caption د سعودي د روغتیا مرستیال وزیر وروسته تر هغه استعفا کولو ته اړ شو، چې د دغه ویروس په مخنيوي کې د پاتې راتلو له کبله پرې پراخې نیوکې وشوې.

سعودي عربستان ویلي، تر اوسه په دې هېواد کې د کورونا په نامه د ویروس له کبله لږترلږه ۲۸۲ کسان مړه شوي دي.

وړاندې اټکل شوی و، چې ګني له ۲۰۱۲ کال راهیسې د یاد ویروس له کبله د ۱۰۰ کسانو مړینه تایید شوې ده.

د سعودي د روغتیا مرستیال وزیر وروسته تر هغه استعفا کولو ته اړ شو، چې د دغه ویروس په مخنيوي کې د پاتې راتلو له کبله پرې پراخې نیوکې وشوې.

دغه ویروس چې تر اوسه یې درملنه ناممکنه ګڼل شوې ده تر اوسه په ۱۲ هېوادونو کې موندل شوی دی.

سعودي عربستان وايي، اوس هم په کورونا ویروس د ۶۸۸ کسانو له پېښو سره لاس او ګرېوان دی، خو په وروستیو کې د پام ډېرېدو له کبله یې شمېر ۵۷۵ ته راټیټ شوی.

د ویروس راڅرګندېدل

لوېديځ پوهان وايي، د سعودي عربستان د وګړو کینه او ډېرشک د دې لامل شوی، چې ډېری وګړي یې په ساه لنډۍ اخته شي، خو دا چاره په ټول منځني ختیځ کې ډېره لیدل کېږي.

پر سعودي سربېره، په مالیزیا، لبنان، امریکا او برتانیا کې هم د دغه ویروس بېلګې لیدل شوې.

په ویروس اخته کسانو ته ټوخی پیدا کېږي، د بدن د حرارت درجه یې لوړېږي، او ځینې وخت د بډوډي وژونکی التهاب ورته پیدا کېږي.

Image caption په ویروس اخته کسانو ته ټوخی پیدا کېږي، د بدن د حرارت درجه یې لوړېږي، او ځینې وخت د بډوډي وژونکی التهاب ورته پیدا کېږي.

پوهان وايي، د ویروس د خپرېدو مخنیوی ګران دی، چې دوه کاله مخکې د ویروس د خپرېدو په درشل کې سعودي چارواکو تر ډېره پر بهرنیو همکاریو تکیه کوله.

د ۲۰۱۲ په سپتمبر کې، د لندن په شمال کې یوه کارځای ته د هالنډ د ویروسونو په اړه د متخصصینو له خوا داسې برېښنالیک استول شوی و، چې تر اوسه د دغه ویروس په علاج کې ډاکټران او ټکنالوژي تقریباً پاتې راغلې ده.

پوهانو ویلي وو، په دوو ناروغانو کې یې د یوه ناڅرګند ویروس نښې موندلې، چې یو ناروغ د قطر او بل د سعودي عربستان دی.

دویم ناروغ په جده کې د ویروس له کبله ومړ، ځکه چې بډوډی یې التهابي شوی او کار یې پرېښی و.

لاملونه

د پوهانو د ویناوو مطابق، سعودي د روغتیا د نړیوال سازمان، هالنډ او برتانیا د ځینو مرستندویانو له تکراري مرستې ترلاسه کولو ډډه وکړه.

پوهان وايي، کورونا ویروس وژونکی ویروس دی، چې د دوو کلونو په تېرېدو سره یې تر اوسه په نړۍ کې په اړه ډېر کم معلومات ترلاسه شوي.

نړیوال څارونکي وايي د نړیوالو قوانینو پربنسټ، د دغه ویروس د خپرېدو لویه پړه د سعودي عربستان د روغتیا پر وزارت اچول کېږي.

اوښان

تر اوسه داسې ثبوتونه هم موندل شوي، چې له اوښانو انسانانو ته د ځینو ناروغیو سرایت یې ثابت کړی دی.

Image caption تر اوسه داسې ثبوتونه هم موندل شوي، چې له اوښانو انسانانو ته د ځینو ناروغیو سرایت یې ثابت کړی دی.

خو پوهان لاهم هک پک دي، چې دغه ناروغي څرنګه لېږدېږي، ایا دا کار د لومړي ځل لپاره د اوښانو د غوښو د خوړلو، یا شیدو څښلو له کبله رامنځ ته شوی، او یا دا چې د هغوی له وینې سره د سروکار لرلو له امله دی، یا دا چې عربان له اوښانو سره ډېر سروکار لري .

په جده کې د ژویو د برخې متخصص مصری ډاکتر علي محمد زکي د لومړي ځل لپاره د کورونا ویروس داسې یوه پېښه کشف کړه، چې بیا وروسته یې په نړیواله کچه په اړه ازموینې وشوې.

د دغه نوي ویروس تر اعلانولو وروسته زکي له خپلې دندې په څو اوونیو کې وشړل شو، او مصر ته تر ستنېدا وروسته یې د عین شمس په طبي پوهنتون کې کار پیل کړ.

د ویروس خپرېدو په لومړیو کې له سعودي پوهانو سره ځینو همکارو متخصصینو وویل، سعودي چارواکو، په تېره بیا د روغتیا مرستیال وزیر میمیش غوښتل چې د دغه ویروس په اړه په علني توګه خبرونه خپاره نه شي.

ورته مطالب